اټلانټا (پژواک، ۱۴ غویی ۱۴۰۲): په سعودي عربستان کې د افغانستان سفیر احمدجاوېد مجددي وایي، په اردن کې به له نږدې دوه کلن ځنډ وروسته د افغانستان سفارت بېرته پرانیستل شي.
مجددي د غویي په ۱۴مه، پژواک اژانس ته وویل چې په کابل کې د تېر نظام له پرځېدو وروسته په اردن کې د افغانستان سفارت تړل شوی و، سفیر او کارکوونکي یې اروپایي هېوادونو ته تللي وو.
نوموړي زیاته کړه چې دغه سفارت د اردن ترڅنګ د لبنان، سوریې او فلسطین هېوادونو لپاره هم فعالیت کاوه.
د سعودي په پلازمېنې ریاض کې د افغانستان سفیر وایي، دوه ځلې یې اردن ته سفر وکړ او له ځایي چارواکو سره یې د سفارت د بېرته پرانیستلو په اړه تفصیلي خبرې کړې دي.
مجددي وویل، تازه پرون یې یو ځل بیا اردن ته سفر وکړ او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له چارواکو سره تر خبرواترو وروسته پرېکړه وشوه چې سفارت به د جمعې په ورځ (د غویي ۱۵مه) پرانیستل شي.
هغه زیاته کړه چې د سفارت تر پرانیستل کېدو وروسته به په اردن، سوریه، لبنان او فلسطین کې د مېشتو افغانانو ستونزې کمې شي او دوی به ورته د نورو خدماتو ترڅنګ قونسلي خدمات هم وړاندې کوي.
د هغه په وینا، دمګړۍ به په ریاض کې د افغانستان سفارت د اردن په پلازمېنې عمان کې هم د افغانستان سفارت چارې هم پرمخ بیایي.
Views: 515
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن