کابل (پژواک، ۱۴ غویی ۱۴۰۲): د لوړو زدهکړو وزارت له ترکیې څخه د پلازمېنې کابل د تدریسي روغتونونو په ګډون، د هېواد د نورو تدریسي روغتونونو په بېلابېلو څانګو کې د شته ستونزو هواري لپاره د همکارۍ غوښتنه وکړه.
یاد وزارت نن په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې د دغه وزارت مالي او اداري مرستیال په کابل کې د ترکیې هېواد له سفیر سره د یوې ناستې په ترڅ کې دغه غوښتنه وکړه.
سرچینې لیکلي، د لوړو زدهکړو وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي حافظ محمد حامد حسیب له افغانستان سره د ترکیې هېواد له دوامداره همکاریو او ښو اړیکو څخه خوښي وښوده او د نسايي ولادي روغتون د جوړولو او ترمیم په اړه هغه هوکړهلیک ته اشاره وکړه چې مخکې لاسلیک شوی و.
سرچینې لیکلي چې حسیب دغهراز د کابل تدریسي روغتونونو عليآباد، شهر آرا او د هېواد د نورو تدریسي روغتونونو په بېلابېلو څانګو کې د شته ستونزو په برخه کې د پاملرنې او همکارۍ غوښتنه وکړه.
سرچینه زیاتوي، په کابل کې د ترکیې سفیر جهاد ارګینای وویل، ترکیه او افغانستان دوه ملګري هېوادونه دي چې یو له بل سره کلتوري او په بېلابېلو برخو کې اړیکې لري.
نوموړي له افغانستان سره د ښو اړيکو، لا ډېرو مرستو او همکاريو پر دوام ټينګار وکړ او د تدريسي روغتونونو په ځانګړي ډول د نسايي ولادي روغتون د ستونزو په حل کې يې د لازمو همکاريو ژمنه وکړه.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغه لیدنه کې د کابل علي آباد تدریسي روغتون مشر ډاکټر عبدالمطلب شینواري دغه روغتون سره د ترکیې هېواد د دوامداره همکاریو په اړه معلومات ورکړل.