Language

اميرخان متقي له خپل چينايي سیال سره اسلام‌اباد کې وکتل

کابل (پژواک، ۱۶ غویی ۱۴۰۲): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د چين د بهرنيو چارو له وزير د پاکستان په پلازمېنې اسلام‌اباد کې کتلي دي.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیاء‌احمد تکل په خپل ټویټر کې یوه ويډيو خپره کړې چې پکې ویل شوي، په اسلام‌اباد کې د افغانستان اسلامي امارت او د چين د بهرنيو چارو وزیرانو ناسته ترسره شوه.

تکل دغه‌راز ویلي چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي او د چین د بهرنیو چارو وزیر چین ګانګ په کتنه کې پر یو شمېر مهمو سیاسي، سوداګریزو، اقتصادي، ټرانزیټي او دوه‌اړخیزو مسایلو خبرې شوې دي.

امیرخان متقي د یوه لوړپوړي پلاوي په مشرۍ پرون (د غويي ۱۵مه) اسلام‌اباد ته په درې ورځني سفر تللی دی.

login or register a new account.