Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کورنیو چارو وزارت: د افغانستان او ښي لاس موټرو مالکان دې د اسناد اخیستو قانوني پړاوونه ژر بشپړ کړي

کابل (پژواک، ۱۶ غویی ۱۴۰۲): د کورنیو چارو وزارت د افغانستان او ښي لاس شخصي، بې‌اسنادو او باقي‌لرونکو وسايطو مالکانو ته خبر ورکړی چې د سندونو اخيستلو او قانوني پړاوونو بشپړولو لپاره ژر تر ژره ځانګړو مرکزونو ته مراجعه وکړي.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د کابينې او د اقتصادي او ټرانسپورټي کمېسيونونو له پرېکړو سره سم دغه ګام اخیستل شوی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د افغانستان لاس او ښي لاس ټولو هغه وسایط لرونکو ته چې په ګمرکونو کې يې د واحد کاري مرکز له لارې ترافيکي او ټرانسپورټي اسناد نه وي اخيستي او هم د ناقانونه لاس ټولو هغه وسايط لرونکو ته چې تر اوسه يې د ۳۴ ولايتونو د ترافيکي چوپړتياوو په مرکزونو کې موقتي اسناد نه وي اخيستي، خبر ورکول کېږي چې ژر تر ژره دې د سندونو اخيستلو او قانوني طی مراحل  بشپړولو لپاره يادو مرکزونو ته مراجعه وکړي.

سرچینې لیکلي، د نه ورتګ په صورت کې به د ټاکلې کمېټې له لوري په ښارونو، لويو لارو، ترمينلونو، هډو او واټونو کې وسايط درول کېږي چې بیا د شکايت حق نه لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.