Language

غزني کې په دوو ترافیکي پېښو کې یو کس مړ او ۱۲ نور ټپیان شوي

غزني ښار (پژواک، ۱۶ غویی ۱۴۰۲): د غزني امنیتي چارواکي وایي، د دغه ولایت په مقر او ناور ولسوالیو کې په دوو جلا ترافيکي پېښو کې یو کس مړ شوی او ۱۲ نور ټپیان دي.

د غزني د امنیه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول ابو خالد سرحدي له پژواک اژانس سره په خبرو کې وویل، لومړۍ پېښه د ناور ولسوالۍ اړوند د کوشنګ بند سیمه کې هغه مهال رامنځته شوې چې یو فلاینکوچ موټر له غزني ښاره اجرستان ولسوالۍ ته په لار و او دغه سیمه کې چپه شو.

هغه وویل، په یاد موټر کې ۱۲ سپاره کسان ټول ټپيان شوي چې شپږ کسان یې د سختو ټپونو له امله کابل ته لېږدول شوي او د پاتې نورو ټپیانو روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ بلل شوی او په غزني کې تر درملنې لاندې دي.

د نوموړي په خبره، د پېښې ټول ټپیان د اجرستان ولسوالۍ د لنګرخېلو کلي اصلي اوسېدونکي دي.

سرحدي زیاتوي، په بله ترافیکي پېښه کې چې نن غرمه مهال د کابل- کندهار پر لویه‌لار د مقر ولسوالۍ په خمټ‌خېلو سیمه کې رامنځته شوې، یو ټریلر موټر یو ځوان وهلی او ځای پر ځای مړ شوی دی.

یاه دې وي، وړمه ورځ هم د غزني په مرکز کې په دوو جلا ترافيکي پېښو کې ۷ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې وه چې له ډلې یې درې کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي وو.