ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یوه ترکي شرکت افغانستان کې د بادي برېښنا تولید برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

یوه ترکي شرکت افغانستان کې د بادي برېښنا تولید برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې

author avatar
7 May 2023 - 18:15
یوه ترکي شرکت افغانستان کې د بادي برېښنا تولید برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې
author avatar
7 May 2023 - 18:15

کابل (پژواک، ۱۷ غویی ۱۴۰۲): د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، يوه ترکي شرکت په افغانستان کې له بادي سرچینو څخه د ۲۰۰ مېګاواټه برېښنا تولید پروژې برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

د اوبو او انرژۍ وزارت نن (یکشنبه) په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، د دغه وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور د خپل کار په دفتر کې د «۷۷ ترکي ساختماني شرکت» له رئیس سلیمان جیلیو سره وکتل او له بېلابېلو سرچینو څخه د انرژۍ تولید په پروژو کې د پانګونې په برخه کې د ګډو همکاریو د پراختیا په تړاو ورسره خبرې وکړې.

سرچینه زیاتوي، د ۷۷ شرکت مشر سلیمان جیلیو وویل چې پر تېرو همکاریو سربېره، په افغانستان کې له بادي سرچینو څخه د ۲۰۰ مېګاواټه برېښنا د تولید په پروژه کې هم پانګونې ته لېوال دی.

سرچینې لیکلي، د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست په افغانستان کې د ۷۷ ترکي شرکت له لوري د کجکي بند د دویم فاز پروژې تطبیق یې د افغانستان د خلکو لپاره یوه ارزښتناکه لاسته‌راوړنه وبلله.

منصور د انرژۍ په پروژو کې د پانګونې پر پراختیا ټینګار وکړ او د یاد شرکت مشر ته یې ډاډ ورکړ چې د اوبو او انرژۍ وزارت رهبري د پانګونې زمینې برابرولو په برخه کې ورسره هر راز همکارۍ ته ژمن دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دواړو لورو هوکړه وکړه چې د اوبو او انرژۍ وزارت او ۷۷ ترکي شرکت ترمنځ له بادي سرچینو څخه د ۲۰۰ مېګاواټه برېښنا د تولید په پروژه کې د پانګونې په موخه د همکارۍ هوکړه‌لیک ژر تر ژره لاسلیک شي، څو يې پر بنسټ د دغې پروژې عملي چارې پیل شي.

دغه‌راز د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب‌الدین دلاور هم نن د یاد شرکت له رئیس سلیمان جلیو سره کتلي او د هېواد د کانونو په ځانګړې توګه د سمنټو په برخه کې یې د پانګونې او د ګډو همکاریو پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

دغه مطلب د کانونو وزارت په ټويټرپانه کې بیان شوی دی.

سرچينه کاږي، د ۷۷ شرکت رئیس وویل چې په ترکیه کې ډېر پانګه‌وال غواړي په افغانستان کې په بېلابېلو پروژو په ځانګړې توګه د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي او ژمنه یې وکړه چې په دې برخه کې به د نورو پانګه‌والو پام هم راجلب کړي.

سرچينه د دلاور په حواله ليکلي چې اوسمهال په افغانستان کې د پانګونې لپاره زمینه برابره ده او د کانونو او پټرولیم وزارت په دې برخه کې ټولو بهرنیو پانګه‌والو ته هرکلی وايي.

سرچينه کاږي، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د دوی د علاقمندۍ ترڅنګ د طرحو او پروپوزلونو غوښتنه او د همکاریو ژمنه وکړه.

Views: 93

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.