Language

لغمان کې ۱۵۰۰ جریب ځمکه د کرنې او مالدارۍ لپاره شرکتونو ته په اجاره ورکړل شوه

مهترلام (پژواک، ۱۸ غویی ۱۴۰۲): د لغمان چارواکي وایي، د دغه ولایت د قرغیو ولسوالۍ د زعفرانو سیمې اړوند سلګونه جریب ځمکه خصوصي سکټور ته په اجاره ورکړل شوه چې په پام کې ده د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ په برخو کې د ۳ ميلیون ډالرو په ارزښت پکې پانګونه وشي.

د لغمان د والي ویاند مولوي سلامت‌خان بلال پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره ورځ (د غویي ۱۷مه) د قرغیو ولسوالۍ اړوند په زعفرانو سیمه کې ۱۵۰۰ جریب ځمکه درېیو شرکتونو «سپین غر باختر، اکرام مومند او اخوت عمر» ته د ۴۵ کلونو لپاره په اجاره ورکړل شوه چې هر کال به د دولت خزانې ته ۱،۲ میلیون افغانۍ ورکوي.

هغه وويل، یاد خصوصي شرکتونه به د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ په برخو کې د ۳ ميلیون ډالرو په ارزښت پانګونه وکړي چې ورسره به هم‌مهاله ۵۰۰ کسانو ته کاري فرصتونه برابر شي.

بلخوا، د لغمان د کرنې او مالدارۍ رییس مولوي محمدولي محسن پژواک اژانس ته وویل چې د زعفران دښتې په ابادېدو سره به دغه ولایت د کرنې، مالدارۍ او بڼوالۍ په برخو کې لا پرمختګ وکړي او د غله‌جاتو د تولید کچه به څو چنده لوړه شي.

په ورته مهال، د یادو خصوصي شرکتونو مسوولین وایي، خوښ دي چې دولت ورته یاده دښته عملآ په واک کې ورکړې ده.

د یادو شرکتونو په استازولۍ محمدنذيز احمدزي له ځایي چارواکو څخه د مننې ترڅنګ  وویل، خوښ دي چې په لغمان ولایت کې ورته د پانګونې زمینه برابره شوې ده.

نوموړي وويل، هڅه کوي چې يو شمېر نور بهرني پانګه‌وال هم په لغمان کې پانګونې ته وهڅوي، څو دغه ولايت د کرنې او مالدارۍ په برخه کې لا وده وکړي.

د کرنې ریاست چارواکي وایي، له دې وړاندې هم يو شمېر پانګه‌والو ته په لغمان کې د کرنې او مالدارۍ سکټور د پیاوړتیا په موخه دولتي ځمکې په اجاره ورکړل شوې چې ورسره د دغه سکټور په ټولو برخو کې هراړخیزه وده رامنځته شوې ده.