کلات (پژواک، ۱۸ غویی ۱۴۰۲): د زابل عامي روغتیا ریاست په چوکاټ کې نن د دغه ولایت په مرکز کې د روږدو درملني ۵۰ بستریز روغتون پرانیستل شو.
د زابل د عامي روغتیا رییس ډاکټر میرویس افغان وویل: «پخوا په دغه ولایت کې د معتادینو درملني لپاره روغتون شتون نه درلود خو اوس د روغتیا ریاست په هڅو پرانیستل شو.»
نوموړی وايي، په دغه روغتون کې به په وړیا ډول د معتادینو درملنه کېږي او ټول امکانات یې ورته چمتو کړي دي.
نوموړي وویل، پخوا دلته یوازې په محبس کې د ډاکټرانو له خوا د روږدو لومړنۍ درملنه کېده او نور امکانات يې نه درلودل.
هغه زیاته کړه، په دغه روغتون کې به له ۴۵ ورځو تر شپږو میاشتو موده کې د روږدو درملنه کېږي.
Views: 30
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن