تالقان (پژواک، ۱۸ غویی ۱۴۰۲): د تخار سیمهییزې سرچینې وایي، یوه کس د دغه ولایت په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر شخړې په پایله کې د خپلې خور خاوند وژلی او خپل خوریی یې ټپي کړی دی.
په خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې یوه مدني فعال حبیبالرحمن منصوري پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغې ولسوالۍ د لالهګذر سیمې یوه اوسېدونکي سخيداد له څه مودې راهیسې له خپل اوښي محمدامین سره د ځمکې پر سر حقوقي دعوه لرله.
منصوري زیاته کړه: «سخيداد غوښتل چې له خپل اوښي د خپلې مېرمنې حق واخلي چې د دوی حقوقي دعوه د ذیصلاح محکمې له خوا فیصله شوې وه او دا دعوه سخيداد ګټلې وه، خو پرون مازیګر کله چې سخيداد د خپلې ځمکې پر لور ځي نو یو ځل بیا له محمدامین سره ښکېل کېږي او وژل کېږي.»
هغه دغهراز وویل چې د دې شخړې په پایله کې د سخيداد زوی هم ټپي شوی دی.
له بلې خوا، د خواجه بهاوالدین ولسوالۍ جنایي آمر مولوي عبدالله عابد د یادې پېښې په تایید سره پژواک ته وویل، سخيداد د خپل اوښي له خوا سخت وهل شوی و چې د ولسوالۍ روغتون ته له انتقال وروسته یې ساه ورکړې ده.
عابد همداراز د امنیتي ځواکونو له خوا د محمدامین په نوم تورن کس د نیول کېدو خبر هم ورکړی دی.
په ورته وخت کې، د تخار پولیس هم په یوه خبرپاڼه کې خواجه بهاوالدین ولسوالۍ کې د ځمکې پر سر د دعوې په پایله کې د یوه کس د وژل کېدو پېښه تاییدوي او وايي، په قتل تورن کس یې نیولی دی.
دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې هم د یاد ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې یو کس د نامعلومو وسلهوالو له خوا وژل شوی و.
Views: 69
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن