مزارشریف (پژواک، ۱۸ غویی ۱۴۰۲): د بلخ امنیتي چارواکي وایي، د دغه ولایت په مرکز مزارشریف کې یې درې کسان د مړو شوو څارویو د غوښې د پلور په تور نیولي دي.
د بلخ امنیه قوماندانۍ ویاند محمدآصف وزیري وویل چې د مزارشریف د لسمې امنیتي حوزې پولیسو نن هغه درې قصابان نیولي چې په ښار کې یې پر خلکو د مړو شوو څارویو غوښه پلورله.
وزیري زیاتوي، دغه کسان هغه وخت ونیول شول چې د یادې حوزې خلکو د هغو پر وړاندې شکایت ثبت کړ.
هغه وایي، نیول شوي شکمن کسان به تر لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
Views: 85
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن