[restrict paid="true"]
کابل (پژواک، ۱۹ غویی ۱۴۰۲): د کورنیو چارو وزارت او ترافیکو لوی ریاست له خوا د ښاري او اطرافي ټکسي موټرو د نوي رنګ مخکتنه وشوه.
د کورنیو چارو وزارت او ترافیک پولیسو عمومي ریاست رهبري پلاوي د غویي په ۱۹مه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د یوه خبري کنفرانس پر مهال، ټولو ښاري او اطرافي ټکسي موټرو ته د نوي او معیاري رنګ ټاکلو په اړه، رسنیو ته معلومات ورکړل.
د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال مولوي محمدنبي عمري وویل، د ښو او معیاري خدمتونو وړاندې کول د اسلامي امارت له مهمو لومړیتوبونو څخه دي.
هغه زیاته کړه: «موږ د خپلو هېوادوالو لپاره معیاري خدمتونو وړاندې کولو ته ژمن یو. په ټولو کاري پروسو کې فساد ختم شوی دی او اوسمهال خلکو ته په چټک، شفاف او مطمین ډول خدمتونه وړاندې کېږي.»
د ترافیک پولیسو لوی رییس پاسوال ډاکټر حسیبالله مختار بیا وویل، د دغه ریاست له تایید شوي طرزالعمل سره سم، د رنګ او ترافیکي نظم برخه کې د ښاري او اطرافي ټکسي موټرو لپاره د معیار رعایتولو ته ژمن دي.
هغه زیاته کړه، اوسمهال په مرکز او ولایتونو کې له ۲۰ تر ۳۰ سلنې انتقالات د ټکسي موټرو او پاتې له ۷۰ تر ۸۰ سلنې د شخصي موټرو په واسطه ترسره کېږي چې دې چارې امنیتي او جنایي ستونزې رامنځته کړي دي.
د مختار په وینا، په تېر کې د ټکسي موټرو رنګ نه معیاري و او نه یې مشخص کود درلود، په داسې حال کې چې اوسنی رنګ مشخص کود لري او په نړۍوال کنوانسیون کې هم ثبت دی.
د مسوولینو په خبره، د یاد طرزالعمل په پلي کېدو سره، د جرمونو کچې ټیټېدو په موخه د ټکسي موټرو مالکین بایومیټریک کېږي او له هغوی د معتبر تضمین اخیستلو ترڅنګ د ښاري او اطرافي ټکسي موټرو رنګ هم تنظیمېږي.
د ترافیک پولیسو لوی رییس وایي، د دغه طرزالعمل تطبیق چهارشنبه (د غویي ۲۰مه) په مرکز او ولایتونو کې پیلېږي چې تر درې میاشتو پورې به دوام ولري او د ټاکلې مودې په پای ته رسېدو سره به له سرغړوونکو سره قانوني چلند وشي.
[/restrict]
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن