Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتیکا کې څلورو ښوونځيو ته ودانۍ جوړېږي

ښرنه (پژواک، ۱۹ غویی ۱۴۰۲): د پکتیکا په مرکز او دوو ولسوالیو کې د سویډڼ کمېټې په مالي ملاتړ د ۱۱ میلیون افغانیو په لګښت د څلورو ښوونځيو لپاره د ودانیو جوړولو چارې پيل شوې.

په دغه ولایت کې د سویډڼ کمېټې دفتر د عامه اړیکو مسوول سیف‌الرحمن شهاب پژواک خبري اژانس ته وویل، د دوی په مالي ملاتړ پرون په مرکز ښرنه، یوسف‌خېلو او برمل ولسوالیو کې د څلورو ښوونځيو د ودانیو جوړېدو کارونه پیل شول.

هغه زیاته کړه، د یادو ودانیو کارونه به د سویډن کمېټې د ۱۱ میلیون افغانیو په مالي لګښت په درېیو میاشتو کې بشپړ شي.

د نوموړي په وینا، د دغو ښوونځيو لپاره د اوبو او سولري برېښنا سیسټمونه هم برابر شي.

 د پکتیکا د پوهنې ریاست معلوماتو له مخې، د یادو ښوونځيو د ودانیو په جوړېدو سره به شاوخوا د زرو زده‌کوونکو سرپناه پيدا شي.

د پوهنې رییس مولوي عبدالقیوم فاروقي پژواک خبري اژانس ته وویل، د سویډن کمېټه د پکتیکا په ښوونیز پوښښ کې رغنده رول لري او ترې منندوی دي.

فاروقي وایي: «دې څلورو ښوونځیو ته د ودانیو جوړولو سره به څه کم زرو زده‌کوونکو ته د زده‌کړو خوندي چاپېریال برابر شي، د سویډن همکاره موسسه له کلونو کلونو د هېواد په تعلمي بهیر کې ډېره فعاله پاتې شوې، موږ ترې منندوی یو او د لا ډېرو همکاریو په هیله یې یو.»

نوموړی زیاتوي، په پکتیکا کې د ښوونځیو لپاره د ودانیو نشتوالي ستونزه ډېره ده.

د هغه په خبره، دوی په دې هڅه کې دي چې دې ستونزې ته د موسسو په همکارۍ د حل لاره پيدا کړي.

بلخوا، د سیمې خلک هم د سویډن کمېټې له دغه اقدامه خوښ دي او هیله لري چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د دوی د ماشومانو لپاره سرپناه پيدا شي.

د یوسف‌خېلو ولسوالۍ اړوند د لنډېزو کلي اوسېدونکي اغاشېرین پژواک ته وویل چې تر اوسه د دوی ماشومان تر شنه اسمان لاندې په ځمکه زده‌کړې کوي، اوس چې ودانۍ ورته جوړېږي، نو ډېر ورته خوشاله دی.

هغه وایې: «زموږ کلی له ولسوالۍ ډېر لري دی؛ دلته زموږ ماشومانو ته مکتب جوړېدل تر معجزې کمه نه ده، موږ ډېر خوشاله یو چې زموږ هلکان او نجوني په سم مکتب کې درس ووایي.»

د پکتیکا د پوهنې ریاست معلوماتو له مخې، اوس په دغه ولایت کې ۴۱۲ ښوونځي فعال دي او ۱۷۰زره زده کونکي لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.