فیروزکوه (پژواک، ۱۹ غویی ۱۴۰۲): د غور د والي ویاند وایي، د هرات – غور لویې لارې جوړولو لپاره تر اوسه څه باندې سل میلیون افغانۍ د دې لارې بانکي حساب ته ټولې شوې او دا لړۍ روانه ده.
د غور د والي ویاند عبدالواحد حماس له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل چې د هرات ـ غور د ۲۰ کیلومتره سړک پر جوړولو له ۴۰۰ میلیون افغانیو ډېر لګښت راځي چې د دغه ولایت د خلکو او مسوولینو له خوا ورکول کېږي.
هغه زیاته کړه: «تر اوسه د دې لارې په بانکي حساب ته ۱۰۰ میلیون افغانۍ ټولې شوې، بادغیس، هرات او پنجشېر ولایت کې د خلکو او اسلامي امارت د مسوولینو له خوا د مرستو لړۍ روانه ده او په سیمه کې ماشینري او کافي قیر موجود دي چې ان شاءالله ډېر ژر به د هغه قیر هم پیل شي.»
نوموړي وویل چې د دې لارې جوړېدل د خلکو او مسوولینو په مالي ملاتړ پورې تړاو لري او د پیسو راټولولو لپاره د دوی کمېټې ولسوالیو ته ځي څو وکولی شي چې د دې لارې جوړولو لپاره کافي پیسې راټولې کړي.
د هغه په خبره، د یادې لارې په جوړولو کې د مرکزي حکومت مسوولینو هيڅ مرسته نه ده کړې خو ټآکل شوې چې د تولک ولسوالۍ د کان په استخراجېدو سره د دې ولسوالۍ سړک تر مرکزه د کانونو او پټرولیم وزارت له خوا جوړ شي.
سرچینې د غور- هرات لویه لاره او د یاد ولایت د فرعي سړکونو جوړېدل د خلکو په ګټه بولي او وایي، که دغه ولایت له هرات سره وصل شي، د دغه ولایت د خلکو اقتصادي ستونزې به هوارې شي.
له بلې خوا، د غور ځيني اوسېدونکي هم وایي چې د هرات – غور لویې لارې په جوړېدو سره به د خلکو اقتصادي وضعیت ښه شي او د دغه ولایت په بازارونو کې به د لومړنیو توکو بیې ټیټې شي.
د یادې لارې یو موټرچلوونکی فرید احمدي چې له شپږو کلونو راپدېخوا په دې لاره کار کوي، د دې لارې له خرابوالي شکایت کوي او وایي چې په ډېرو ستونزو سره په دې لاره تګ راتګ کوي.
نوموړي پژواک ته وویل: «سړک ډېر خراب دی، په ځانګړي ډول موږ په ژمي کې په ډېرو ستونزو سره تګ راتګ کوو، ټول سړک خام دی، ډبرې دي، زموږ موټر خرابیږي، د شپې پاتې کېږو ډېرې ستونزې دي.»
د دې لویې لارې جوړولو چارې دوه میاشتې کېږي چې د غور- هرات سرحدي سیمه دره تخت کې پیل شوی او دوام لري.
د غور- هرات لویه لاره ۳۶۰ کیلو متره واټن لري چې تېرو څو کلونو کې په هغه هیڅ ډول کار نه دی شوی او خلک په ډېرو مشکلاتو سره په دې لاره تګ راتګ کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP