ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خوړو او درملو ملي اداره: سوداګر دې د بې‌کیفیته او رنګ شوي چای له واردولو ډډه وکړي

د خوړو او درملو ملي اداره: سوداګر دې د بې‌کیفیته او رنګ شوي چای له واردولو ډډه وکړي

author avatar
9 May 2023 - 15:33
د خوړو او درملو ملي اداره: سوداګر دې د بې‌کیفیته او رنګ شوي چای له واردولو ډډه وکړي
author avatar
9 May 2023 - 15:33

کابل (پژواک، ۱۹ غویی ۱۴۰۲): د خوړو او درملو ملي ادارې سوداګرو ته خبرداری ورکړی چې هېواد ته دې بې‌کیفیته او مصنوعي رنګ شوي چای له واردولو ډډه وکړي.

د افغانستان د خوړو او درملو ملي ادارې نن په یوه خبره پاڼه کې ویلي، د دې ادارې سرپرست ډاکټر عبدلباري عمر تېره ورځ د چای واردولو ټولنې سره په همغږۍ ټولو هغو سوداګرو ته خبرداری ورکړ چې هېواد ته بې‌کیفیته او داسې چای وارد نه کړي چې په هغه کې مصنوعي رنګ ګډ شوی وي.

یادې ادارې د عبدالباري عمر له قوله لیکلي: «هغه چای ته چې په بهر کې اخیستل شوی وي، یا په لار وي او یا هم تر ګمرکونو رارسېدلی وي، په کمه اندازه مصنوعي رنګ پکې ګډ شوی وي، په مشروط ‌ډول د سوداګرو د متضرر کېدو مخنیوي په موخه تر راتلونکو دوو میاشتو پورې بازار ته د وړاندې کولو اجازه ورکوو، له هغه وروسته که هر چا داسې چای وارد کړ چې مصنوعي رنګ پکې ګډ و، قانوني چلند سره کېږي.»

سرچینه زیاتوي، د چای وارداتو ټولنې د خوړو او درملو ملي ادارې د پرېکړې هرکلی وکړ او زیاته یې کړه چې وروسته له دوو میاشتو به په هیڅ صورت هغه چای هېواد ته وارد نه کړي چې مصنوعي رنګ ورسره ګډ شوی وي.

سر چینې لیکلي: «چای یوه طبیعي ماده ده، د نړۍوالو معیارونو له مخې پکې  مصنوعي رنګ ګډول منع دي، ځکه د مختلفو ناروغیو لکه د پښتورګو، مثانې او پوستکي د سرطان سبب ګرځي او د اسلامي شریعت له مخې، په طبیعي ماده کې مصنوعي رنګ ګډول چې روغتیا ته تاوان رسوي، جعل او حرام ګڼل شوي دي.»

بلخوا د کابل اوسېدونکي هم د خوړو له ادارې غواړي چې د نورو توکو د کنټرول ترڅنګ دې د بې‌کیفیته چای د پلور مخه هم ونیسي.

د کابل ښار اوسېدونکي احمد نوید پژواک ته وویل، په کابل کې د نورو توکو ترڅنګ بې‌کیفیته چای هم پلورل کېږي.

هغه وایي: «په بازار کې داسې چای هم پلورل کېږي چې کیمیاوي رنګ ورسره ګډ شوی وي او کله چې چای ترې دم شي نو بېخې بل ډول رنګ وباسي.»

نوموړي د خوړو او درملو له ملي ادارې غوښتنه وکړه چې د نورو توکو د کیفیت پر کنټرول سربېره دې رنګ شوی او بې‌کیفیته چای پلور ته هم پاملرنه زیاته کړي.

بلخوا ډاکټران هم د مصنوعي رنګ شوي چای کارول د انسان روغتیا لپاره خطرناک ګڼي.

ډاکټر سید فریدشاه رفيعي پژواک ته وویل، د چای څښل د ګټې ترڅنګ زیات زیانونه هم لري.

هغه وایي: «کله چې چای له خوړو سره یو ځای وڅښل شي نو بدن ته د زیاتو ويټامینونو د جذب مخه نیسي او کله چې کیمیاوي رنګونه ورسره ګډ شي نو بیا خو د بدن ټولو غړو ته زیان رسوي، لکه ځیکر، پښتورګو او د نورو مخلتفو غړو د سرطاني ناروغیو لامل کرځي.»

د یادونې ده، دا لومړی ځل دی چې په هېواد کې د چای کیفیت د کنټرول او څارنې لپاره د حکومت له خوا اقدام کېږي.

په نورو هېوادونو کې د چای په ګډون هر ډول خوراکي توکو کیفیت په جدي توګه څارل کېږي.

Views: 66

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.