کابل (پژواک، ۱۹ غویي ۱۴۰۲): د مالیې وزارت وایي، د سوداګریزو توکو د ګمرکي پړاوونو د ژر ترسره کېدو په موخه د هرات ولایت د اسلامکلا سرحدي ګمرګ فعالیت ۲۴ ساعتونو ته وغځېد.
د دغه وزارت په خبرپاڼه کې د یادو څرګندو ترڅنګ راغلي چې له دې وروسته د سوادګریزو توکو ټول لېږدوونکي شرکتونه کولای شي چې له کومې ستونزې پرته د خپلو سوادګریزو توکو ګمرکي پړاوونه ترسره کړي.
خبرپاڼه کې راغلي چې له دې مخکې د تورخم ګمرک فعالیتونه هم ۲۴ ساعته شوي او اړتیا ته په کتو به د کندهار سپین بولدک ګمرک فعالیتونه هم ۲۴ ساعته شي.
خبرپاڼه کې زیاته شوې چې دغه وزارت هڅه کوي چې شته امکاناتو ته په کتو د هېواد ټولو ګمرکونو کې کاري موده ۲۴ ساعتونو ته وغځوي څو د سوادګرو لپاره د توکو په طی مراحلو کې لا ډېره اسانتیا او چټکتیا رامنځته شي.
Views: 34
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن