چاریکار (پژواک، ۱۹ غویی ۱۴۰۲): د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست وایي چې د سوېلي سالنګ د سړک د ترمیم او جغلاچونې کار پیل شو.
د سالنګونو د ساتنې او څارنې رییس مولوي عبدالحکیم سکندر د دې پروژې د پرانیستې پر مهال وویل چې د سوېلي سالنګ سړک چې ۴۲ کیلومتره اوږدالی او ۶ کیلومتره سور لري، د ترمیم او جغلاچولو چارې د جبل السراج ولسوالۍ د تاجکانو له سیمې د ۱۳ ګالري تر پایه پیل شوې.
هغه زیاته کړه: «د دغه سړک په ترمیم او جغل اچولو کې د استنادي دېوالونو بنسټیزه رغونه، د ویالو او پلچکونو پاکونه هم شامل دي.»
د سرچینې په خبره، دغه لاره د پروان د ټولګټو ریاست له بودجې د یوې میاشتې په موده کې ترمیم او جغلکاري کېږي.
نوموړي وویل: «د سالنګ لویه لاره د باروړونکو موټرو د ډېر تګ راتګ له امله تخریب شوې وه چې د سالنګ اوسېدونکو او موټرچلوونکو ته یې ډېرې ستونزې پیدا کړې وې نو له همدې امله ترمیمېږي.
په ورته وخت کې، د پروان مرستیال والي مفتي محمدادریس انوري ویلي چې د سالنګ لاره د سوداګریزو توکو د صاداراتو له امله نه یوازې افغانستان، بلکې د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د اهمیت وړ ده.
د هغه په خبره، د بودجې له تصویب وروسته به د هغه جوړولو بنسټيز او معیاري چارې پیل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د شمالي ولایتونو موټرچلوونکو او مسافرو په ځلونو د دې لارې له خرابوالي شکایت درلود او اوس له مسوولینو غواړي چې د دې لارې معیاري او بنسټیزې رغونې ته پاملرنه وکړي.
د یادونې ده، د سالنګ لار د هېواد شمال کې لویه لاره ده چې د نهو ولایتونو خلک او مسافر پرې تګ راتګ کوي او منځنۍ اسیا هېوادونو ته د سوداګریزو مالونو د لېږد له پلوه هم د اهمیت وړ ده.
Views: 56
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن