میدانښار (پژواک، ۱۹ غویی ۱۴۰۲): د میدانوردګو یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دغه ولایت په مرکز کې د عامه کتابتون ودانۍ جوړولو پاتې کارونه دې بشپړ شي.
هغوی زیاتوي، په میدانښار کې د تېر نظام پر مهال د یوه کتابتون د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې خو اوس یې کار په ټپه ولاړ دی.
د میدانښار اوسېدونکي عبدالطیف پژواک خبري اژانس ته وویل: «زموږ په ولایت کې د تېر نظام په وخت کې د عامه کتابتون ودانۍ کارونه پيل شول خو اوس نیمګړې پاتې دي، له حکومته مو غوښتنه دا ده چې کارونه یې بشپړ کړي.»
د میدان وردګو د سیداباد ولسوالۍ اوسېدونکی محمدعمر وایي، په دغه ولایت د مطالعې لپاره د وړ ځای نشتون له امله د ځوانانو علاقه له کتاب لوستلو سره کمه شوې ده.
نوموړي وویل: «که د عامه کتابتون ودانۍ ورغول شي، ډېر به ښه شي؛ ځکه پراخه ساحه او ښه موقعیت لري.»
هغه وویل، د دغه ولایت اوسېدونکي له زدهکړو او کتابلوستنې سره بې کچې مینه لري، خو په وینا يې، په تېرو کلونو کې په دې برخه کې هیڅ کار نه دی شوی.
د دغه ولایت یو بل اوسېدونکی نورالله وایي، د ولایت په کچه داسې عامه کتابتون نه لري چې هر ډول ګټور کتابونه او د مطالعې ځای ولري.
د دغه ولایت د اطلاعات او فرهنګ رییس مولوي حبیب الله مجاهد وایي، دوی د عامه کتابتون د ودانۍ د پاتې چارو بشپړولو موضوع له مرکزي حکومت سره شریکه کړې ده.
نوموړي هیله څرګنده کړه چې د کتابتون پاتې کارونه به ژر بشپړ شي.
هغه وویل: «رښتیا هم دا یو ستر او معیاري کتابتون دی، په رغولو سره به یې ډېر ځوانان کتاب لوستلو ته تشویق شي؛ ځکه ډېر ښه مناسب چاپېریال لري.»
هغه زیاته کړه، دوی هڅه کوي چې له مختلفو لارو ځوانان کتاب لوستلو ته وهڅوي او مناسب چاپېریال ورته رامنځته کړي.
د یادونې ده، میدانوردګو کې اوس پر یوه دولتي پوهنتون سربېره څو خصوصي پوهنتونونه هم فعال دي.
Views: 20
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن