ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

له یوې میاشتې ځنډ وروسته نن بیا ۴۰ میلیون ډالر نغدي مرسته کابل ته راورسېده

له یوې میاشتې ځنډ وروسته نن بیا ۴۰ میلیون ډالر نغدي مرسته کابل ته راورسېده

author avatar
10 May 2023 - 18:28
له یوې میاشتې ځنډ وروسته نن بیا ۴۰ میلیون ډالر نغدي مرسته کابل ته راورسېده
author avatar
10 May 2023 - 18:28

کابل (پژواک، ۲۰ غویی ۱۴۰۲): د افغانستان بانک وايي، د ۴۰ میلیون ډالرو نغدي بشري مرستې کڅوړه را ورسېده او په کابل کې یوه سوداګریز بانک ته وسپارل شوه.

یاد بانک د دغه خبر ترڅنګ نن (چهارشنبه) په خپلې ټويټرپاڼې لیکلي چې د افغانستان بانک د هر هغه اصولي اقدام چې هېواد ته د اسعارو د راتګ او د ټولنې له اړو کسانو سره د مرستې لامل کېږي، ستاينه کوي.

سرچینه وايي: «دغه بانک د بانکي سکتور د لا پیاوړتیا او ټینګښت په برخه کې خپلې هلې ځلې جاري ساتي. د افغانستان بانک رهبري پر دې باور ده چې د بانکي سکتور له لارې د بشري مرستو برابرول روڼتیا راولي او خلکو ته د مرستو په رسولو کې اسانتیا رامنځته کوي.»

شاوخوا يوه مياشت وړاندې (د وري ۲۱مه) د افغانستان بانک يوې سرچينې پژواک ته ويلي و چې له مياشتني ځنډ وروسته د مرستو څلوېښت میلیون ډالري کڅوړه کابل ته را رسېدلې ده.

د دغه خبر تر خپرېدو وروسته بیا تر اوسه کومه بله کڅوه نه وه راغلې.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.