کابل (پژواک، ۲۰ غویی ۱۴۰۲): د چارو ځیني شنونکي د عمرانخان نیول کېدل، د پاکستان له خوا سترې لوبې ته لاس غځول بولي او وایي، حالات ترینګلي کوي تر څو خپلو موخو ته د رسېدو لپاره د پوځي حکومت جوړېدو ته لاره هواره کړي.
د راپورونو له مخې، د پاکستان مخکینی لومړی وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان تېره ورځ، د فساد په یوه قضیه کې په اسلاماباد کې په محکمه کې دننه د ځانګړو نیمه پوځي (رینجر) ځواکونو له لوري په داسې حا ل کې ونیول شو چې پرې لګېدلی تور یې رد کړی دی.
د عمران خان له نیول کېدو وروسته د نوموړي پلویانو د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې له تاوتریخوالي ډک لاریونونه پیل کړي او د پاکستاني رسنیو د معلوماتو له مخې، د بلوچستان په مرکز کویټه کې یو کس له پولیسو سره په اخ او ډب کې وژل شوی او پنځه نور ژوبل دي.
د سیاسي چارو پوه نجیبالله ازاد پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، که چېرته د پاکستان بحران دوام ومومي نو دغه وضیعت په یاد هېواد کې پوځي حکومت ته لار هواروي.
هغه لیکلي: «د پاکستان د کنټرول پر زړه او مرکز «جېایچکیو» برید په دغه هېواد کې خوب او خیال دی، خو کله چې داسې کېږي نو خورا ډېر احتمال شته چې د همدې مرکز جوړ شوی پلان وي؛ ځکه چې د پاکستان د عمومي نېرېټېو (عمومي پالیسي) له مخې، دغه او دې ته ورته بریدونه د یاد هېواد بقاء له ګواښ سره مخ کوي او د دې ګواښ د مخنیوي یوازېنۍ لاره پوځي حکومت دی.»
هغه لیکلي، دویم دلیل د پاکستاني طالبانو تحریک (ټيټيپي) په څېر ډلې له دغه وضیعت څخه هیڅ ګټه نه اخیستل دا په ډاګه کوي چې هم ټيټيپي او هم روان وضیعت د پوځ مرکزي دفتر «جېاېچکیو» کنټرول شوي عناصر دي.
ازاد زیاتوي: «درېیم بحث په یاد هېواد کې د پوځي واکمنیو د راتګ تاریخچه ده، کله هم چې د سیمې په ځانګړي ډول د افغانستان وضیعت د مدیریت بحث رامنځته شوی، د پاکستان بشپړ واک پوځ ته سپارل شوی.»
د نوموړي په وینا، په سیمه په ځانګړې توګه د افغانستان په قضیه کې د مداخلې لپاره سترو ځواکونو ته خورا ګرانه وي چې له مختلفو ګوندونو جوړ شوي ملکي حکومت سره معامله وکړي.
د ازاد په اند، لومړی خو ولسي یا ملکي حکومت د پاکستان په څېر هېواد کې د سترو لوبو د معاملو واک نه لري، دویم دا چې په یاد هېواد کې ملکي حکومت څو خولې او له څو ادرسونو وي چې نه راز ساتلی شي او نه اوامر پر وخت پلي کولی شي.
د نظامي چارو پوه او د افغانستان د ملي دفاع وزارت پخواني ویاند دولت وزیري پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، کله چې پاکستان کومې سترې لوبې ته لاس غځوي، حالات په خپله ترينګلي کوي او بیا پوځي حکومت اعلانوي.
هغه لیکلي: «د بنګلهدیش د بحران پر مهال د جنرال یحی خان پوځي حکومت، د بوټو د اعدام او د افغانستان د جهاد په کلونو کې د ضیاالحق مارشالا، د مجاهدینو خپلمنځي جګړو ته د قوت ورکولو او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د هڅو شنډولو په موخه د جنرال مشرف پوځي حکومت، دا او دی ته ورته لوبې د دې شاهدي ورکوي چې د پاکستان حالاتو ته په کتو سره یو ځل بیا فکر کوم کومه ستره لوبه را روانه ده.»
د هغه په وینا، لومړی دا چې د پوځ پر قرارګاه برید د دې زمینه برابروي څو مارشالا اعلان شي او دویم دا چې نړۍ ته د هېواد د بد وضعیت په ښودلو سره غواړي سترې مرستې را جلب کړي.
د وزیري په اند، د دې امکان هم شته چې نړۍ نور د پاکستان له څو مخي سیاست څخه ستړې شوې وي او اوسنی وضعیت د تجزيې لپاره د شرایطو برابرولو په موخه رامنځته شوی وي.
وزیري هیله څرګنده کړې چې افغانان په خپل يووالي سره د ټولو ناخوالو مقابله وکړي.
په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر عبدالسلام ضعیف بیا پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې عمران خان د پاکستان قانوني مشر و او د امریکا له «استخباراتي بادارۍ» څخه یې هرکلی ونه کړ.
هغه لیکلي: «هغوی په اجیر پوځ د دوی د قانون خلاف د مقامه را وغورځاوه، اوس بېرته د قانون غوښتنه څه مانا ورکوي؟ د دوی دا منافقت او د پاکستاني پوځ غلامي به د پاکستان عوام کوم انجام ته ورسوي.»
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا مخکیني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، د عمران خان نیول کېدل د خواشینۍ وړ دي او ډېرې «ستری پایلې» به ولري.
خليلزاد د عمران خان نیول غندلي او ویلي، هغه هېوادونه چې له پاکستان سره پیاوړې اړیکې لري باید د دغه هېواد له مشرانو سره داسې هوکړې ته د رسېدو په برخه کې مرسته وکړي چې د «یوه احتمالي سقوط» مخه ونیسي.
لیکوال او ژورنالیست خالد سمیر پوښتنه کوي او وایي، د پاکستان پوځ چې په سیمه کې په ماهرانه او مدبرانه توګه خپل اهداف تعقیبوي، څه فکر کوئ چې د عمران خان تر نیول کېدو وروسته د وضعیت د ترینګلتیا په اړه نه پوهېدل؟
هغه لیکلي: «زما په اند پوځ د شطرنج د دانو په څېر د مهلت ورکولو او هدف ترلاسه کولو په موخه لږ تکتیکي شاتګ کوي او ټيټيپي وسلهوالې ډلې ته مهلت ورکوي چې لا زیات په خیبر پښتونخوا کې خواره واره شي او بریدونه زیات کړي چې له دې سره به پاکستان ته یو ځل بیا د پښتنو ځپلو مشروع پلمه پیدا شي او د ترهګرۍ په نامه به له نړۍ څخه ډالري مرستې ترلاسه کړي.»
هغه دا هم لیکلي: «زما هدف دا دی چې پاکستانی پوځ به هغومره بېعقل نه وي چې د عمران خان تر نیول کېدو وروسته به له بدو عواقبو خبر نه و. یو څه حتما شته چې هغه لوبه ده؛ هیله ده دا لوبه د پوځ مخالف جهتونه وګټي.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP