پارون (پژواک، ۲۱ غويی ١۴٠٢): د نورستان چارواکي وایي، په دغه ولایت کې د پنځه میلیون امریکايي ډالرو په ارزښت د ۲۰۰ پروژو چارې پیل شوې.
د یادو پروژو پرانیسته نن د نورستان د والي مولوي شېراحمد حقاني له خوا د یوه کانال د جوړېدو چارې د پټۍ په پرې کېدو سره وشوه.
هغه د دغو پروژو د کارونو پیل د نورستان خلکو لپاره د ابادۍ زیری وباله او ویې ویل، هڅه به کوي چې یاد ولایت ته په پراختیايي برخه کې لا نورې پروژې جلب کړي.
د نورستان د کلیو پراختیا رییس مولوي احسانالله موحد وایي، یادې پروژې به د دغې ادارې تر چتر لاندې د نړۍوال بانک او افغان ملي بانک په مالي ملاتړ پلې شي چې عملي چارې به یې د ډاکار موسسه د «UNOPS» موسسې په همکارۍ ترسره کوي.
د هغه په خبره، په دغو پروژو کې د کانالونو، سړکونو، استنادي او بولډروال دېوالونو جوړول شامل دي چې شمېر یې ۲۰۰ ته رسېږي.
نوموړی وایي، هره پروژه له یوې میاشتې څخه ډېره کاري موده لري چې پکې به زرګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.
هغه زیاتوي چې یادې پروژې د نورستان پر مرکز پارون سربېره په واما، دواب، نورګرام او برګمټال ولسوالیو کې د قومي شوراګانو په همغږۍ مخې ته وړل کېږي.
د نورستان د مرکز پارون اوسېدونکی ۶۰ کلن شېرزمان د یادو پروژو پر پیلېدو خوښ دی او وايي، په خپل کلي کې ورته د کار زمینه برابره شوې ده.
د دغو پروژو یو کارګر بیانالله هم د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ وايي چې له حکومته د دغه ډول کارونو د لا ډېرېدو هیله لري.
نورستان د هېواد په ختیځ کې هغه ولایت دی چې په تېرو وختونو کې د پام وړ رغنیز کارونه پکې نه دي شوي او ډېری خلک یې په بېوزلۍ کې ژوند کوي.
Views: 40
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن