ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند د ناوې ولسوالۍ بڼوال د باغونو پالنې برخه کې د مرستې غوښتنه کوي

د هلمند د ناوې ولسوالۍ بڼوال د باغونو پالنې برخه کې د مرستې غوښتنه کوي

author avatar
11 May 2023 - 10:21
د هلمند د ناوې ولسوالۍ بڼوال د باغونو پالنې برخه کې د مرستې غوښتنه کوي
author avatar
11 May 2023 - 10:21

لښکرګاه (پژواک، ۲۱ غویی ۱۴۰۲ ): د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ یو شمېر بڼوال وايي، دوی د باغونو پالنې تجربه نه لري او له کرنې ریاسته غواړي چې په دې برخه کې مرسته ورسره وکړي.

بلخوا، د یاد ولایت د کرنې ریاست مسوولین وايي، دوی کروندګرو او بڼوالو ته د مسلکي روزنې ترڅنګ عامه پوهاوی هم ورکړی او دغه پروګرامونه دوام لري.

د هلمند د ناوې ولسوالۍ د اڅکزو سیمې یوه بڼوال محمدنسیم پژواک خبري اژانس ته وویل: «زه د زردالو او انګورو باغ لرم، په تېرو کالو کې زموږ باغونو ښه حاصلات ورکول خو سږ کال يې مرض کړی او موږ تجربه نه لرو او نه پوهېږو چې څنګه یې درملنه وکړو.»

هغه زیاته کړه چې د باغونو پالنې تجربه نه لري او د کرنې ریاست دې په دې برخه کې مرسته ورسره وکړي.

نوموړي د باغونو حاصلاتو لپاره د بازار موندلو غوښتنه هم وکړه او زیاته يې کړه، په هلمند کې ډېری مېوې په هم‌مهاله توګه حاصل ته رسېږي او ډېری وخت بڼوال د بازار نشتوالي له امله اړ دي چې په ټیټه بیه یې وپلوري.

د ناوې ولسوالۍ د مرکزي سيمې یوه بڼوال حکمت‌الله پژواک ته وویل، د هر کسب او کار لپاره تجربه اړینه ده، خو په وینا يې چې دوی د باغونو پالنې په برخه کې تجربه نه لري؛ نو ځکه باغونه يې د وچېدو له ګواښ سره مخ دي او د ډېری ونو او بوټو د پاڼو رنګ زېړ شوی دی.

هغه هم له کرنې ریاسته وغوښتل چې له دوی سره دې د باغونو روزلو او د ونو د ناروغۍ په تشخیص او درملنه کې مرسته وکړي.

هغه زیاته کړه: «موږ څلور جریبه د بېلابېلو مېوو باغ لرو او سږ کال پکې هیڅ مېوي نه دي کړې، د کرنې ریاست له مسوولینو څخه غوښتنه کوو چې دلته راشي، زموږ د باغونو د مرضونو په له منځه وړلو کې راسره مرسته وکړي.»

په ورته وخت کې، د هلمند بست پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد انجنیر اسدالله اندیال وایي، د افغانستان کرنه غېرمیکانیزه ده او ترې ترلاسه کېدونکي حاصلات ډېر کم دي.

د هغه په خبره، که چېرې د کرنې برخه میکانیزه او عصري شي او کروندګر وروزل شي نو حاصلات به ډېر شي.

هغه زیاته کړه: «باغداري  د یوه هېواد په اقتصاد جوړولو کې مهم رول لري، په کار دا ده چې حکومت د میکانیزه او عصري بڼوالۍ په برخه کې باغداران وروزي، ترڅو په هېواد کې باغداري او عصري کرنه وده وکړي.»

اندیال وویل، کومې پیسې چې د کرنې په برخه کې مصرفېږي باید د یوه منظم پلان له مخې ولګول شي، څو د بڼوالۍ او نور غلو دانو د کرنې په برخه کې بزګران په فني او مسلکي ډول وروزل شي .

بلخوا بیا، د هلمند کرنې ریاست د مرضونو او افتونو برخې مدیر انجنیر نجیب‌الله حکیمي وایي: «د کرنې ریاست د باغدارۍ برخې کارمندانو د دغه ولایت په ناوې او ځینو نورو ولسوالیو کې خلکو ته د بڼوالۍ په اړوند وقایوي درملنه ښودلې ده.»

د نوموړي په وینا، که چېرې بڼوال له وقایوي درملنې روزنې څخه ګټه پورته کړي، نو هم به د ناروغيو مخه ونیول شي او هم به حاصلات ډېر شي.

هغه زیاته کړه: «د لایم سلفر او یو لړ نورو وقایوي درملو جوړولو طریقه مو بزګرانو ته ور ښودلې چې د انګور، شفتالو او نورو مېوو ونو د مرضونو په له منځه وړلو کې ډېر اغېز لري، مګر بیا هم زموږ باغدارانو دې ته توجه نه ده کړې.»

نوموړي وویل: «په دغه ولایت کې زموږ د امریت اړوند مسوولین وخت په وخت خلکو ته د میکانیزه کرنې او بڼوالۍ په برخه کې لازمې مشورې ورکوي او کله چې په ونو کې د مرضونو رامنځته کېدو علایم ښکاره شي نو درملنه یې کوي.»

هغه له بڼوالو څخه غوښتنه وکړه څو خپلو باغونو ته دې په خپل سر درمل وانخلي او په وینا يې چې هرې ولسوالۍ ته د کرنې ریاست له خوا لېږدول شوو ډاکټرانو څخه دې مشوره اخلي.

د یادونې ده، هلمند په تېرو کلونو کې د هېواد په کچه د تریاکو د کرکیلې تر ټولو لوی ولایت و، خو د سرپرست حکومت په واکمنېدو سره په ټول هېواد کې د نشه‌يي توکو کرکیله، پېر او پلور بند شوی او خلکو بڼوالۍ او نورو کښتونو ته مخه کړې ده.

Views: 140

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.