ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملګرو ملتونو له افغان بزګرانو سره د بدیل معیشت، روږدو ټولولو او درملنې برخو کې د همکارۍ ژمنه کړې ده

ملګرو ملتونو له افغان بزګرانو سره د بدیل معیشت، روږدو ټولولو او درملنې برخو کې د همکارۍ ژمنه کړې ده

author avatar
11 May 2023 - 10:12
ملګرو ملتونو له افغان بزګرانو سره د بدیل معیشت، روږدو ټولولو او درملنې برخو کې د همکارۍ ژمنه کړې ده
author avatar
11 May 2023 - 10:12

کابل (پژواک، ۲۱ غویی ۱۴۰۲): د نشه‌يي توکو او جرمونو برخه کې د ملګرو ملتونو دفتر په افغانستان کې د کروندګرو لپاره د بدیل معیشت، د روږدو درملنې او هغوی ته د حرفوي زده‌کړو او کارموندنې په برخو کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.

د کورنیو چارو وزارت پر خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، د یاد وزارت اړوند له نشه‌یي توکو سره د مبارزې مرستیال ملا عبدالحق همکار د نشه‌يي توکو او جرمونو برخه کې د ملګرو ملتونو د دفتر (یو‌اېن‌او‌ډي‎سي) رییس مېرمن انوباسود او ازبکستان هېواد معلوماتو مرکز له مسوولې مېرمن سلوما فلورس سره په خپل کاري دفتر کې لیدلي دي.

سرچینې لیکلي، له نشه‌یي توکو سره د مبارزې مرستیال په افغانستان کې د کروندګرو لپاره د بدیل معشیت، د روږدو ټولولو او د هغوی د درملنې، روزنې، حرفوي زده‌کړو او کارموندنې په برخو کې د پوره همکارۍ غوښتنه وکړه.

دغه راز د سرچینې د معلوماتو له مخې، د نشه‌يي توکو او جرمونو برخه کې د ملګرو ملتونو د دفتر رییس په افغانستان کې د کروندګرو لپاره د بدیل معشیت، د روږدو ټولولو او د هغوی د درملنې، روزنې، حرفوي زده‌کړو او کارموندنې په برخو کې د پوره همکاری ژمنه وکړه.

سرچینه زیاتوي، له نشه‌یي توکو سره د مبارزې معینیت د اسلامي امارت د مشر د فرمان چې د نشه‌یي توکو د کښت، قاچاق او پلور مخنیوي په برخه کې یې صادر کړی، د تطبیق او عملي کولو په موخه یې جدي هڅې پیل کړې او تر اوسه پورې یې لسګونه زره روږدي ټول کړي د درملنې مرکزونو ته یې استولي دي.

Views: 25

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.