غزني ښار (پژواک، ۲۱ غويی ۱۴۰۲ ): په غزني کې د ولاړو اوبو ریاست چارواکي وايي، د دغه ولایت په درېیو ولسوالیو کې د شاوخوا ۲۳ میلیون افغانیو په ارزښت د درېیو پراختیایي پروژو کارونه جریان لري چې ۵۰ سلنه مخې ته تللي دي.
د چارواکو په خبره، د دغو رغنیزو پروژو له ډلې دوه د اوبو کانالونه دي چې بیارغول کېږي او بل د نجونو لومړنی ښوونځی دی چې نوې ودانۍ ورته جوړېږي. دا پروژې په غزني کې د ولاړو اوبو ریاست تر چتر لاندې، د ناروې کمېټې له خوا پلې کېږي.
د غزني ولایت د ولاړو اوبو فرعي حوزې رئیس اسدالله منصوري پژواک خبري اژانس ته وویل: «د ناروې کمېټې له خوا د اندړو او دهیک ولسوالیو د سردې بند د ښي طرف عمومي کانال ترمیم او پاک کاري ترڅنګ، د خراب شوو ساحو د ۲۰۰۰ مترمکعب په اندازه ډکون اوهمدارنګه د کانال د سیفونو د ۳۵ متره په اوږدوالي په اساسی ډول رغونه کېږي.»
د نوموړي په وینا، د غزني د انډرو او ګېرو ولسوالیو د سردې بند چپ طرف عمومي کانال ترمیم، پاکول، د ویجاړو شوو ساحو ډکون او د ۴۰۰۰ مترمکعب په اندازه د کانال او سیفونو پاکول په نظر کی نیول شوي دي.
هغه دغهراز زیاتوي چې د غزني د دهیک ولسوالۍ په سرانداز کلا کلي کې د نجونو د لومړني ښوونځي ودانۍ او اداري تعمیر رغونې چارې هم روانې دي چې په جوړېدو سره به یې ۲۵۰ ښځینه زدهکوونکو ته د زدهکړو مناسب چاپېریال برابر شي.
د منصوري په وینا، د یادو پروژو لګښت د ناروې کمېټې له خوا ورکول کېږي او د تطبیق چارې يې هم همدغه اداره مخې ته وړي، سکتوري اداره یې د ولاړو اوبو ریاست دی او د څارنې چارې یې بیا د اقتصاد ریاست پر غاړه دي.
هغه وویل، پر یادو پروژو ټولټال ۲۳ میلیون افغانۍ لګښت راځي، په بشپړېدو سره به یې د سردې بند له دواړو کانالونو څخه ۱۷۲۰۰ هکټاره ځمکه خړوبه شي او اوسمهال ۱۲۰ کسانو ته پکې د کار زمینه هم برابره شوې ده.
نوموړی وايي، په سیمو کې له پلې کېدونکو پروژو څخه یې موخه دا وه، څو ځايي خلکو ته د کرنې له لارې د عایداتو ښه زمینه برابره شي.
په ورته وخت کې، د یادو سیمو اوسېدونکي د دغو پروژو له پیلېدو خوښ دي او په لرو سیمو کې د ناروې کمېټې خدمتونه ستايي.
د اندړو ولسوالۍ قومي مخور ملک غیاثالدین پژواک خبري اژانس ته وویل، د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې فعالیتونه معیاري او بېساري دي.
هغه وايي، یادې کمېټې په غزني کې د اصلاح شوو زراعتي تخمونو وېش، ښوونځیو ته د ودانیو رغولو، او د اوبو کانالونو پاکولو برخو کې د پام وړ کارونه ترسره کړي چې دوی یې هرکلی کوي.