کابل (پژواک، ۲۱ غویی ۱۴۰۲): له ماشومانو د ملګرو ملتونو ملاتړ صندوق (یونیسف) وايي، په افغانستان کې د خوارځواکو ماشومانو لپاره د ځانګړو خوړو برابرولو برخه کې د بودجې له سخت کمښت سره مخ دي.
یونیسف نن (پنجشنبه) د یوه ټویټ په خپرولو سره ویلي، د بودجې کمښت له امله نه شي کولی چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ ځانګړي خواړه برابر کړي او زرګونه ماشومان ښايي د سختې خوارځواکۍ له امله ژوند له لاسه ورکړي.
یونیسف ویلي چې دغه سازمان د یادو خوراکي موادو برابرولو لپاره ۲۱ میلیون ډالر ته سملاسي اړتیا لري.
په افغانستان کې د یونیسف ادارې د تغذیې برخې مسوولې ملاني ګالوین ویلي چې په روان زېږدیز کال کې دغه هېواد کې ۸۷۵ زره ماشومان له سختې خوارځواکۍ څخه ځورېږي.
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږېکوونکې ادارې (اوچا) ویلي وو چې د بشري مرستو لپاره د دوی بودجه په خلاصېدو ده او په افغانستان کې د بشري عملیاتو لپاره د پر وخت او کافي بودجې غوښتنه لري.
Views: 80
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن