ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نږدې ۸۵۰ افغان کډوال له پاکستانه هېواد ته راستانه شول

نږدې ۸۵۰ افغان کډوال له پاکستانه هېواد ته راستانه شول

author avatar
12 May 2023 - 15:47
نږدې ۸۵۰ افغان کډوال له پاکستانه هېواد ته راستانه شول
author avatar
12 May 2023 - 15:47

کابل (پژواک، ۲۲ غویی ۱۴۰۲): د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، ۸۴۱ افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته راستانه شوي چې ۱۴۱ کورنۍ چې ۸۱۷ کسان کېږي په خپله خوښه او ۲۴ نور کسان په زور را ایستل شوي دي.

د کډوالو او بېرته راسنېدونکو چارو وزارت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دغه کسان د روانې غويي میاشتې په ۱۹مه او ۲۰مه د کندهار سپین بولدک له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

سرچینې لیکلي، د سپین بولدک د سرحدي امریت معلوماتو پر بنسټ، ۶۴۱ کورنۍ چې ۸۱۷ کسان کېږي، په خپله خوښه راغلي او ۲۴ نور کسان له یاد هېواده په زور را ایستل شوي دي.

د کډوالو چارو وزارت ویلي، یاد کسان د کډوالو له ادارې سره له ثبت وروسته د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالو نړۍوال سازمانونو (ای.‌او.اېم) او (یو.اېن.اېچ.سي.ار) بنسټونو ته ورپېژندل شوي دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.