ایبک (پژواک، ۲۲ غویی ۱۴۰۲): د سمنګان مسوولین وايي چې د جمهوريت مهال د بامیان والي طاهر زهیر له دوو کلونو وروسته د سمنګان په درهصوف پایان ولسوالۍ کې له اسلامي امارت سره یوځای شو.
د سمنګان د اطلاعاتو او فرهنګ رییس فېروزالدین منیب د دې موضو د تایید ترڅنګ پژواک خبري اژنش ته یې وویل، طاهر زهیر چې د سمنګان ولایت په درهصوف بالا ولسوالۍ کې اوسېده، تېره ورځ د درهصوف پایان ولسوالۍ په دهنهتور بازار کې له اسلامي امارت سره یوځای شو.
نوموړي په دې اړه چې څومره کسان د زهیر ملتیا کوي څه ونه ویل او دغه راز د وسلو او مهماتو تسلیمولو په اړه یې هم معلومات ور نه کړل او ویې ویل، نور جزئیات به سمنګان ولایت ته د زهیر له رسېدو وروسته له رسنیو سره شریک شي.
د یادولو ده، د سمنکان مواصلاتي لاره د دغه ولایت د درهصوف بالا او پایان ولسوالیو سره د بلخ ولایت له لارې نښلول شوې ده.
د سمنګان د اطلاعاتو او کلتور ریاست په خبره، زهیر په دغه ولایت کې د اسلامي امارت له لوړپوړو چارواکو او استخباراتو له رییس سره د اړیکې نیولو له لارې له اسلامي امارت سره یوځای شوی دی.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، زهیر له تېرو دوو کلونو راهیسې د سرپل او سمنګان ولایتونو په غرونو کې شپې او ورځې تېرولې چې تېره ورځ له اسلامي امارت سره یوځای شو.
محمدطاهر زهیر چې د سمنګان د درهصوف بالا ولسوالۍ اوسېدونکی دی، له ۱۳۸۹ تر ۱۳۹۰ کاله د ولسي جرکې په پنځلسمه دوزه کې د سمنګان د خلکو استازی و، له ۱۳۹۴ تر ۱۳۹۹ کاله یې د بامبان د والي په توګه دنده لرله او په ۱۳۹۹ کال کې د اطلاعاتو او کلتور ورازت د سرپرست په توګه وټاکل شو.
هغه په هېواد کې د سیاسي نظام له بلېدو وروسته د بامیان د یکهولنګ ولسوالۍ له لارې لومړی د سمنګان درهصوف پایان او وروسته سرپل ولایت ته ولاړ او هلته د طالبانو له یو مخکني پلوي مولوي مهدي سره یوځای شو.
مولوي مهدي د ۱۴۰۱ کال په زمري میاشت کې ووژل شو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP