Language

د ویلچر باسکټبال ملي لوبډلې په اسیایي سیالیو کې دویم مقام خپل کړ

کابل (پژواک، ۲۳ غویی ۱۴۰۲): د افغانستان ویلچر باسکټبال ملي لوبډلې د تایلنډ په کوربه‌توب په اسیايي سیالیو کې پای‌لوبه کویټ ته وبایلله او د دغو سیالیو دویم مقام ترلاسه کړ.

یادې سیالۍ چې د روانې مې میاشتې په اتمه په تایلنډ کې پیل شوې وې، نن پای ته ورسېدې.

د افغانستان د ویلچر باسکټبال فدراسیون رییس شکرالله زیرک پژواک ته وویل چې افغان لوبډلې د دوو امتیازونو په توپیر کویټ ته لوبه وبایلله او په دې سیالیو کې یې دویم ځای خپل کړ.

نوموړي زیاته کړه، افغانستان د اسیا پارالمپيک سیالیو ته چې په چین کې ترسره کېږي، هم لار ومونده.

په پای‌لوبه کې افغانستان ۵۶ او کویټ ۵۸ امتیازونه ترلاسه کړل.

همدرانګه د تایلنډ په کوربه‌توب یادو سیالیو کې افغانستان له دې مخکې کویټ، هانګ کانګ، فیلیپين، ټایوان او متحده عربي اماراتو لوبډلو ته ماتې ورکړې وه.

د یادونې ده، د تېر ۲۰۲۲ زېږدیز کال په نومبر میاشت کې په هندوستان کې هم د نهو هېوادونو لوبډلو ترمنځ د ویلچر باسکټبال سیالۍ ترسره شوې، خو افغان لوبډلې هغه مهال د ویزو نه برابرېدو له امله ونه توانېده چې په هغو سیالیو کې ګډون وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.