ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار او سرپل کې دوه کسان وژل شوي

ننګرهار او سرپل کې دوه کسان وژل شوي

جلال‌اباد، سرپل (پژواک، ۲۳ غویی ۱۴۰۲): سیمه‌ییز مسوولین وایي، د ننګرهار په بټي‌کوټ او د سرپل په سانچارک ولسوالیو کې په دوو جلا پېښو کې دوه کسان وژل شوي دي.

د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي پژواک خبري اژانس ته وويل، پرون مازيګر ناوخته د بټي‌کوټ ولسوالۍ په لوړتۍ جان‌خېلو کلي کې د دوو کورنیو ترمنځ د ځمکې پر سر نښته شوې ده.

هغه زياته کړه چې په یاده نښته کې یو کس د لُور (وښو رېبلو آلې) په وسیله وهل شوی چې د سختو ټپونو له امله يې ساه ورکړې ده.

د نوموړي په وينا، د بټي‌کوټ ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ مسوولین سیمې ته پر وخت رسېدلي، خو پر قتل تورن کس د پېښې له ځایه تښتېدلی او د نیولو هڅې یې روانې دي.

بل پلو، د سرپل ولایت مقام مطبوعاتي دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د سانچارک ولسوالۍ په فرشقان کلي کې یو کس په ډزو وژل شوی او مړی یې د ګاونډي له کوره موندل شوی دی.

سرچینه زیاتوي چې د یاد قتل انګېزه او لامل روښانه شوي نه دي خو امنیتي مسوولین په هڅه کې دي چې پېښه روښانه کړي، له همدې امله د وژل شوي کس د ګاونډي ښځه د پولیسو له لوري نیول شوې ده.

Views: 62

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.