شبرغان (پژواک، ۲۳ غویی ۱۴۰۲): د جوزجان د درزاب ولسوالۍ امنیې قوماندانۍ په دغه ولسوالۍ کې د نامعلومو وسلهوالو له خوا د یوه کس د وژل کېدو خبر ورکړی او ویلي، د دغې قضیې په تړاو یې څلور کسان نیولي دي.
د درزاب امنیې قوماندان مولوي حفیظالله خالد پژواک خبري اژانس ته وویل، تېره شپه شاوخوا یوه بجه ۵۰ کلن خالمحمد د عبدالحکیم زوی، د دغې ولسوالۍ د شیرمنګو کلي اوسېدونکی د نامعلومو وسلهوالو له خوا وژل شوی دی.
نوموړی وایي، یاد کس له وهلو ټکولو وروسته د چړې په وسیله په بېرحمانه ډول وژل شوی دی.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د دې قضیې په تړاو څلور کسان نیول شوي او د لا ډېرو معلوماتو په موخه څېړنې روانې دي.