Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې د پوليو ناروغۍ دويمه پېښه هم ثبت شوه

جلال اباد (پژواک، ۲۴ غويی ۱۴۰۲): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ سازمان يونيسف وايي، د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د پولیو بله پېښه ثبت شوې ده چې دا په روان ۲۰۲۳ کال کې دویمه پېښه ده.

تر دې څو ورځې مخکې د کال لومړۍ پېښه د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې ثبت شوې وه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ سازمان يا یونيسف له پولیو سره د مبارزې د پروګرام د عامه اړیکو مسوول سید کمال شاه وايي، دا پېښه د ننګرهار ولايت په کوټ ولسوالۍ کې ثبت شوې ده.

د هغه د‌ معلوماتو له مخې، په پوليو ناروغۍ اخته کس ۱۱ کلنه ماشومه ده چې مياشت وړاندې په کې نښې نښانې ليدل شوې وې او بيا تر معايناتو وروسته يې پېښه مثبته ثابته شوې ده.

دی زياتوي: «له دې معلومېږي چې د پوليو ويروس په سيمه کې شته او د خپرېدو په حال کې دی، خو موږ سبا دوشنبه د پوليو واکسين کمپاين پيلوو چې دا له دغې ناروغۍ سره د مبارزې ښه فرصت دی.»

د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، دغه وزارت د اړوندو نړیوالیو ادارو په همکارۍ د پولیو واکسین فرعي کمپاین په دې اونۍ کې پلی کوي چې په ترڅ کې به یې څه باندې ۶.۴ میلیونه ماشومان د دې ناروغۍ په وړاندې واکسین شي.

د یادونې وړ ده چې په ۲۰۲۰ز کال کې د پولیو ناروغۍ ۵۶ مثبتې پېښې، په ۲۰۲۱ز کال کې ۴ مثبتې پېښې او په ۲۰۲۲ز کال کې یواځې ۲ مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.