ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ترکیې ولسمشریزې او پارلماني ټاکنې پیل شوې

د ترکیې ولسمشریزې او پارلماني ټاکنې پیل شوې

author avatar
14 May 2023 - 16:22
د ترکیې ولسمشریزې او پارلماني ټاکنې پیل شوې
author avatar
14 May 2023 - 16:22

کابل (پژواک، ۲۴ غویی ۱۴۰۲): د ترکیې ولسمشریزې ټاکنې نن په داسې حال کې پیل شوې چې رجب طیب اردوغان او د هغه اصلي سیال کمال قلیچدار اوغلو د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال یو بل له روسیې او امریکا سره پر اړیکو لرلو تورن کړي دي.

د ترکیې دیارلسم پړاو ولسمشریزې او ۲۸م پړاو پارلماني ټاکنې نن (یک‌شنبه، د غويي ۲۴مه)، په ځايي وخت سهار ۸ بجې په ټول هېواد کې پیل شوې د مازیګر تر ۵ بجو پورې به دوام کوي.

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې د یک‌شنبې ورځې د ټاکنو پایلې به نه یوازې د دغه ۸۵ میلیون نفوس لرونکي او د ناټو سازمان غړي هېواد راتلونکی ټاکي، بلکې په دغه هېواد کې به د واکمنۍ څرنګوالی داسې مهال ټاکي چې له ګڼو اقتصادي او سیاسي ستونزو سره مخ دی.

په دغو ټاکنو کې رجب طیب اردوغان د «جمهور» ایتلاف نوماند، کمال قلیچداراوغلو د «ملت» ایتلاف نوماند او سینان اوغان د «آتا» ایتلاف نوماندانو په توګه سیالي کوي او د ترکیې خلک باید نن له دغو درېیو کسانو یو انتخاب کړي.

۷۴ کلن قلیچ‌داراوغلو له ۲۰۰۷ کال راهیسې د جمهوري غوښتونکو خلکو په نوم سیکولر ګوند (CHP) مشر دی؛ هغه او متحدین یې غواړي، هغه بدلونونه چې اردوغان د ترکیې په اساسي قانون کې د خپل قدرت زیاتوالي لپاره راوړي، لغوه کړي.

دغه پخواني سیاست‌وال په ترکیه کې د پارلماني ډېموکراسۍ، د قانون واکمنۍ، د بیان ازادۍ او د رسنیو ازادۍ د پياوړي کولو ژمنه کړې ده.

سنان اوغان هم د خپلواک نوماند په توګه دغو سیالیو ته رامخې ته شوی چې ښايي د بریالي کېدو لږ چانس لري چې د کوچنیو او ملتپالو افراطي ګوندونو له ملاتړه برخمن دی.

د ټاکنو دوه اصلي نوماندان پرون شنبه یعنې د ټاکنیزو کمپاینونو په وروستۍ ورځ، دوو جلا ځایونو ته لاړل چې د ترکیې د راتلونکي لپاره یې خپل سیاسي لومړیتوبونه په ډاګه کړل.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان پرون د شنبې په مازیګر ایاصوفیه جومات ته ولاړ او هلته یې د ماښام لمونځ ادا کړ. دا په داسې حال کې وه قلیچدار اوغلو هم د «اوسنۍ ترکیې» د بنسټ اېښودونکي کمال اتاترک قبر ته ورغی.

د یادولو ده چې د ترکیې له ولسمشریزو ټاکنو سره سم، په دغه هېواد کې پارلماني ټاکنې هم ترسره کېږي.

اناتولي خبري اژانس راپور ورکړی چې د ولسمشریزو ټاکنو لپاره په ټوله ترکیه کې، په ۹۷۳ حوزو او ۱۰۹۴ ټاکنیزو حوزو کې ۱۹۱ زره صندقونه د رایې اچونې لپاره اېښودل شوي دي.

د ترکیې په ټاکنو کې د رایې ورکولو لپاره ۶۰ میلیون او ۶۹۷ زره کسان پر شرایطو برابر دي چې ۳۰ میلیون او ۷۱۰ زره یعنې ۵۰،۶ سلنه یې ښځې دي.

دا ټاکنې په داسې مهال کې ترسره کېږي چې رجب طیب اردوغان او کمال قلیچدر اوغلو د خپلو ټاکنیزو کمپاینونو په لړ کې یو بل له مسکو او واشنګټن سره پر اړیکو درلودو تورن کړي دي.

قلیچدار اوغلو روسیه تورنه کړې چې د ترکیې په ټاکنو کې د رجب طیب اردوغان په ګټه لاسوهنه کوي او پر وړاندې یې اردوغان هم د ټاکنو د تبلیغاتو په وروستۍ ورځ وویل چې اپوزیسیون د امریکا د ولسمشر په مرسته غواړي د ده د حکومت دوره پای ته ورسوي.

خو د کرملین ویاند دیمیتري پسکوف د ترکیې د اپوزیسیون د مشر تور رد کړی او ویلي یې دي: «موږ په کلکه د ترکیې په ټاکنو کې د لاسوهنې تورونه ردوو، دا موضوع د بحث وړ نه ده.»

د ترکیې د ټاکنو عالي شورا د ولسمشریزو ټاکنو غیر رسمي پايلې به د دغه هېواد په وخت نن د شپې  ۱۲ بجې اعلان کړي او که هیڅ یوه نوماند ونه شو کړای چې له ۵۰ سلنې ډېرې رایې ترلاسه کړي، ټاکنې به دویم پړاو ته وغځېږي.

Views: 101

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.