کابل (پژواک، ۲۵ غویی ۱۴۰۲): د رییسالوزرا اداري مرستیال وایي، لا هم په ځینو ادارو کې بیروکراسي موجوده ده چې د مخنيوي لپاره يې د سيسټمونو برېښنايي کولو هڅې روانې دي.
دغه څرګندونې د رییسالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د خصوصي سکټور د ودې او ملاتړ په موخه جوړې شوې غونډې ته وکړې.
هغه وويل: «له بده مرغه اوس هم په ځینو ادارو کې بیروکراسي شته، موږ کوښښ کوو په ادارو کې اسانتیاوې رامنځته کړو، په ادارو کې برېښنایي سیسټمونه ترویج کړو څو هیچا ته د بیروکراسي زمینه برابره نه شي.»
هغه زیاته کړه، سوداګرو او صنعتکارانو ته د اسانتیا لپاره ټولې اړوندې ادارې مکلفې دي، څو په ټولو بندرونو، ولایتونو او مرکز کې د اسان خدمت یا واحد چتر مرکزونه فعال کړي.
همدارنګه په دې غونډه کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وویل، د هېواد اوسني قوانین د ملت او خصوصي سکټور د اړتیاوو پر بنسټ رامنځته شوي دي.
هغه له خصوصي سکتوره غوښتنه وکړه چې د یادو قوانینو په پلي کولو کې له اسلامي امارت سره هراړخیزه همکاري وکړي.
دغه راز په غونډه کې د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دینمحمد حنیف وویل، اسلامي امارت هر وخت د سوداګرو او صنعتکارانو ستونزې اورېدلې او د حل په موخه یې ورسره همکاري کړې ده.
هغه زیاته کړه: «په داسې شرایطو کې چې نړۍوالو مرستې بندی کړي، پیسې کنګل دي او هم بانکي ستونزې دي، په داسې شرایطو کې لازمه وه چې اسلامي امارت مالیه لوړه کړې وای، خو دا یې ونه کړل او سوداګرو ته یې اسانتیاوې رامنځته کړې.»
په یاده غونډه کې د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې رییس شیرباز کمینزاده وویل، د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د دغه ځانګړي حکم له مخې به خصوصي سکټور تر ډېره بریده د ځان بسیاینې پر لور ګام واخلي.
هغه وویل: «څو چې اقتصادي پر ځان بسیاینې ته ونه رسېږو، سیاسي ځان بسیاینې ته نه شو رسېدلی.»
دغه راز په دې غونډه کې د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس محمد یونس مومند وویل،د یوه هېواد پرمختګ هغه وخت ممکن دی چې حکومت او خصوصي سکټور اوږه په اوږه یو له بل سره کار وکړي او د سوداګرۍ، صنعت، کرنې او ترانزیټ ودې ته ځانګړې پاملرنه ولري.
په دې غونډه کې له خلکو غوښتنه وشوه چې د هېواد اقتصادي ودې لپاره له خپلو داخلي توليداتو ډېره استفاده وکړي.
Views: 93
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن