ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نن د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیلېږي

نن د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیلېږي

author avatar
15 May 2023 - 10:09
نن د افغانستان په ۲۳ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیلېږي
author avatar
15 May 2023 - 10:09

کابل (پژواک، ۲۵ غویی ۱۴۰۲): نن د هېواد په ۲۳ ولایتونو کې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیلېږي او په ترڅ کې به یې ۶.۴ میلیون ماشومانو ته واکسین ورکړل شي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان د دغو څرګندونو ترڅنګ پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه کمپاین په ۲۳ ولايتونو او ۲۱۷ ولسوالیو کې پیلېږي او  له پنځه کلنۍ کم عمره ماشومانو ته به تطبیق شي.

د یادونې ده، په ۲۰۲۰ زېږدیز کال کې د ګوزڼ ناروغۍ ۵۶ مثبتې پېښې، په ۲۰۲۱ کال کې ۴ مثبتې پېښې او په ۲۰۲۲ کال کې دوه مثبتې پېښې ثبت شوې وې.

په روان ۲۰۲۳ کال کې تر اوسه د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د دغې ناروغۍ دوې پېښې ثبت شوې دي.

Views: 152

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.