Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کرنې وزارت: د هېواد څلورو زونونو کې لوی کرنیز کمپلېکسونه جوړوو

کابل (پژواک، ۲۵ غویی ۱۴۰۲): د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وایي، په پام کې لري چې د هېواد په څلورو زونونو کې ستر کرنيز کمپلېکسونه جوړ کړي.

د دغه وزارت مرستيال مولوي فضل‌باري فضلي د غویي په ۲۵مه په کابل کې یوه غونډه کې چې د مفيد کارګو نړۍوال لوژستيکي شرکت د ځمکنیو چوپړتیاوو د پیل په مناسبت جوړه شوې وه وویل چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د هر هغه اقدام ستاينه کوي چې پر مټ يې نړۍوالو بازارونو ته د افغانستان کرنيزو محصولاتو له پر وخت رسېدو سره مرسته کوي.

فضلي زیاته کړه، دمګړۍ د هېواد په ۱۰ شمالي ولايتونو کې له ملخانو (طبعي افت) سره د مبارزې کمپاين روان دی.

نوموړي دغه راز وویل چې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ او کرنې په موخه په ټولو ولايتونو کې بېوزلو افغانانو ته په اجاره باندې د دولتي ځمکو د ورکړې ستره پروژه ترلاس لاندې لري او دا به د اوسنيو اقتصادي ستونزو په حل کې خورا مرسته وکړي.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مرستیال همدارانګه وویل چې بزګرانو ته د اصلاح شوو تخمونو او د کوکنارو د بديل کښت، لکه سويابين، زعفران او انجې د ورکړې په موخه ګړندۍ هڅې روانې دي.

په ورته وخت کې د رياست‌الوزرا د دفتر لوی ریيس ډاکټر ملا عبدالواسع  په یاده غونډه کې وویل چې اسلامي امارت د اقتصادي ځان بسیاينې په موخه د پام وړ ګامونه پورته کړي او ملي سوداګر هم بايد په دې برخه کې خپل مسووليت په ښه توګه ادا کړي.

نوموړي زیاته کړه، د هوايي کارګو خدمتونو پيل نېک اقدام دی او دا به د افغانستان د اقتصاد په پياوړتيا کې مرسته وکړي.

د یادونې ده، د مفيد نړۍوال کارګو په نوم یوه خصوصي شرکت د هوا له لارې د ترانسپورټي خدمتونو له پیلولو وروسته د ځمکې له لارې هم د سوداګریزو توکو د وارداتو او صادراتو په برخه کې خدمتونه پيل کړل.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.