ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هند کې د افغانستان سفارت قونسلر قادرشاه وايي، له کوم سیاسي حرکت یا ډلې سره تړاو نه لري

هند کې د افغانستان سفارت قونسلر قادرشاه وايي، له کوم سیاسي حرکت یا ډلې سره تړاو نه لري

author avatar
16 May 2023 - 22:04
هند کې د افغانستان سفارت قونسلر قادرشاه وايي، له کوم سیاسي حرکت یا ډلې سره تړاو نه لري
author avatar
16 May 2023 - 22:04

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۲۶ غویی ۱۴۰۲): په نوي ډیلي کې د افغانستان د سفارت قونسلر قادرشاه وایي، دی له کوم سیاسي حرکت یا ډلې سره تړاو نه لري او نه هم د چا استازیتوب کوي.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې په دې وروستیو کې د افغانستان سفارت کې د تغییر او تبدیل او فساد په اړه ځیني راپورونه خپاره شوي دي.

هغه په یوه مکتوب چې د افغانستان د سفارت په رسمي پاڼه کې لیکل شوی او رسنیو ته استول شوی، وایي چې تېره میاشت له کابل څخه سفارت ته دوه مکتوبونه استول شوي وو چې په یوه کې د سفیر فرید ماموندزي د دندې د پای ته رسېدو یادونه شوې وه او دی (قادرشاه) یې د شارژدافیر په توګه ټاکلی و.

د نوموړي په وینا، دا چې سفیر له هندوستان څخه وتلی و او په سفارت کې سرپرست نه و، نو ځکه د کابل له خوا دی د سرپرست په توګه ټاکل شوی و.

قادرشاه وایي، دی له کوم سیاسي حرکت یا ډلې سره تړاو نه لري او نه هم د چا استازیتوب کوي.

خو تر دې مخکې، سفیر فرید ماموندزي په یوه ویډیویي پیغام کې ویلي وو چې دی د خپلې کورنۍ د لیدلو لپاره لندن ته په رخصتۍ تللی و، خو کله چې له دې شخړې خبر شو، ژر بېرته هند ته راغی او چارې یې سمبال کړې.

هغه پرون وویل چې قادرشاه یې له دندې لرې کړی او د سفارت چارې په عادي ډول روانې دي.

[/restrict]

Views: 140

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.