قلعهنو (پژواک، ۲۵ غویی ۱۴۰۲): په تېرو دوو کلونو کې بادغیس کې ۸۰۰ شنېخونې جوړې شوې، اوس د دغو خونو مالکان له کرنې وزارته غواړي چې اصلاح شوي کرنیز تخمونه او تجهیزات ورته ووېشي.
دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا درې کاله مخکې په یاد ولایت کې هېڅ شنهخونه نه وه.
عبدالنعیم چې شنهخونه لري او له دېرشو کلونو راهیسې پر بزګرۍ بوخت دی وايي، دوه کاله مخکې یې شنهخونه جوړه کړې او ډول ډول ترکاري پهکې کري چې د ژمي په موسم کې هم ښه حاصل ترې اخلي.
هغه د شنو خونو جوړول اړین وبلل او ویې ویل: «په شنو خونو کې د ژمي په موسم کې هم ډول ډول ترکاري حاصل ورکوي او بازار ته وړاندې کېږي.»
هغه له کرنې وزارته وغوښتل چې د شنوخونو له درلودونکو ملاتړ وکړي او زیاته یې کړه: «له بدهمرغه موږ د اوبو ستونزه لرو او دولت باید اوبه راته برابرې کړي، څو وکولای شو زیات حاصلات ولرو او ترڅنګ یې باید اصلاح شوي کرنیز تخمونه هم موږ ته ووېشي.»
په ورته مهال، یو بل کروندګر عبدالرحمن چې یوهنیم کال مخکې یې د قلعهنو ښار په یوه ناحیه کې شنهخونه جوړه کړې وايي، که د شنوخونو له مالکانو ملاتړ وشي، نو په حاصلاتو کې به یې هم ډېروالی راشي.
عبدالرحمن وویل: «شنېخونې ښه او ډېر حاصلات ورکوي او له دولته غواړو چې د هر ډول نبات تخم موږ ته راکړي څو وکولای شو پر خپل وخت یې وکرو.»
په همدې حال کې، په بادغیس کې د کرنیزو چارو پوه شمسالحق شمس د شنو خونو پر جوړېدو د ټینګار ترڅنګ وویل چې شنېخونې کولای شي د کال په ټولو فصلونو کې تازه محصولات ورکړي.
هغه زیاته کړه، که په شنوخونو کې اصلاح شوي تخمونه د مسلکي کسانو له لوري وکرل شي او حاصلات یې په ښه توګه راټول شي نو د پام وړ نتیجه به ورکړي.
سرچینې له کرنې وزارته وغوښتل څو له بزګرانو د ملاتړ په پار، امکانات او اصلاح شوي کرنیز تخمونه د شنو خونو مالکانو په واک کې ورکړي.
هغه زیاته کړه: «ګرینهاوسونه (شنېخوني) د نورو کروندو په پرتله زیاته ګټه لري چې ښه حاصلات ورکوي، دولت باید بزګرانو ته اصلاح شوي تخمونه ورکړي څو ښه او باکیفیته محصولات ترلاسه کړي.»
په همدې حال کې، د بادغیس د کرنې ریاست سرپرست محیالدین بشري وايي، د شنو خونو درلودونکو په ګډون له مالدارانو، بڼوالو او کروندګرو ملاتړ کوي او هڅه کوي څو دوی ته لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي.
هغه څرګنده کړه چې د باغیس د بزګرانو او شنو خونو مالکانو د ستونزو موضوع یې له مرکز سره شریکه کړې او هیله لري چې ژر به هواره شي.
نوموړی وايي: «موږ څو ځله د شنو خونو لرونکو ستونزې په لیکلې بڼه له مرکز سره شریکې کړې او مرکز هم د مرستې ژمنه کړې ده.»
سرچینه زیاتوي چې په بادغیس ولایت کې ۸۰۰ شنېخونې موجودې دي.
د باغیس د کرنې ریاست د معلوماتو پر بنسټ، ډېری شنېخونې په وروستیو دوو کلونو کې جوړې شوې؛ یعنې درې کاله وړاندې په دغه ولایت کې د ګوتو په شمېر یوڅو شنېخونې موجودې وې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP