ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په لومړي ځل یوه مېرمن د کډوالۍ نړۍوال سازمان مشره وټاکل شوه

په لومړي ځل یوه مېرمن د کډوالۍ نړۍوال سازمان مشره وټاکل شوه

author avatar
16 May 2023 - 10:18
په لومړي ځل یوه مېرمن د کډوالۍ نړۍوال سازمان مشره وټاکل شوه
author avatar
16 May 2023 - 10:18

کابل (پژواک، ۲۶ غویی ۱۴۰۲): د سپینې ماڼۍ پخوانۍ سلاکارې «امي پوپ» د یوې ټاکنیزې سیالۍ په ترڅ کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍوال سازمان مشرۍ څوکۍ ګټلې او دا به لومړۍ مېرمن وي چې د دغه سازمان د مشرې په توګه کار پیلوي.

د امریکا غږ راپور له مخې، «امي پوپ» له دې مخکې د ملګرو ملتونو کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) مرستیاله پاتې شوې او تېره ورځ د دې څوکې لپاره د سویس په جینوا کې ټاکنې وشوې چې «امي پوپ» د کډوالۍ نړۍوال سازمان د مشر «انټونیو ویټورینو» څخه ډېرې رایې وګټلې.

د راپور له مخې، امي پوپ به لومړنۍ مېرمن وي چې د دغه سازمان مشرې په توګه د اوکتوبر په میاشت کې خپل کار پيل کړي.

هغې پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، «متواضع او ویاړمنه» ده چې د ملګرو ملتونو د مهاجرت نړۍوال سازمان د ۱۷۵ غړو دولتونو له لوري د دغه سازمان ډایرکټره وټاکل شوه.

هغې لیکلي: «له ټولو غړو دولتونو او نړۍوالو شریکانو سره کار کولو ته چمتو یم چې د اغېزناک، منظم او انساني مهاجرت له لوري له برابر شوو فرصتونو ګټه واخیستل شي.»

امي پوپ په ۲۰۲۱ کال کې د کډوالۍ په چارو کې د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر جوبایډن سلاکاره وه او په ټاکنو کې د هغه کلک ملاتړې وه.

له بل لور، د امریکا متحده ایالتونو بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن هم په یوه اعلامیه کې ویلي د کډوالۍ نړۍوال سازمان د لوی بې پرې بسپنه ورکوونکي په توګه د پوپ د لیدلوري کلکه ننګه کوي او له هغې سره کار کولو ته لېوال دی او هغه حیاتي اصلاحات چې د لا اغیزناک او همه شمول چې د دغه سازمان لپاره ضروري دي، پلي شي.

 

Views: 54

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.