ترینکوټ (پژواک، ۲۶ غویی ۱۴۰۲): د اروزګان مسوولین وايي، د دغه ولایت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې پرون د لومړي ځل لپاره انټرنېټي خدمات پيل شول.
د خاص اروزګان ولسوالۍ مرستیال مولوي عبدالرشید متقي وویل، دغه ولسوالي د لومړي ځل لپاره د غزني له مالستان ولسوالۍ سره د ۳جي انټرنېټ له لارې وصل شوه.
نوموړي د مخابراتي شرکت له مسوولینو څخه د مننې ترڅنګ پر نورو پانګهوالو او شتمنو هم غږ وکړ چې د اروزګان د پرمختګ لپاره لاس په کار شي او په بېلابېلو برخو کې دې پانګونه وکړي.
د اروزګان د والي ویاند احسانالله حماس پژواک خبري اژانس ته وویل، اوس د خاص اروزګان ولسوالۍ ټولې سیمې تر انټرنېټي پوښښ لاندې دي او په دې برخه کې خلکو ته اسانتیاوې برابرې شوې دي.
په خاص اروزګان ولسوالۍ کې په لومړي ځل د انټرنېټي خدماتو پیل ځایي اوسېدونکي خوشحاله کړي دي او د لا پراختیا غوښتنه یې کوي.
د ولسوالۍ د شالۍ ناوې اوسېدونکي قدرتالله پژواک خبري اژانس ته وویل، خوښ دی چې د دې ولسوالۍ اوسېدونکي هم د نورو په څېر له انټرنېټي خدمتونو برخمن شول.
د خاص اروزګان ولسوالۍ د بازار یو اوسېدونکی نعمتالله وایي، مخابراتي شبکو مخکې د دغې ولسوالۍ اوسېدونکو ته یوازې په غږیزه بڼه د اړیکو نیولو خدمات وړاندې کول، خو تازه یې انټرنېټي خدمات هم پيل کړي دي.
هغه وایي، د انټرنېټ په فعالېدو سره نه یوازې له دوستانو او ملګرو سره اړیکې نیسي، بلکې د خپلې سیمې ستونزې، پرمختګونه او نور موارد د ټولنیزو رسنیو له لارې شریکوي.
هغه خوشحاله دی چې د انټرنېټ په مرسته له نړۍ سره نښلي او د هېواد ترڅنګ د سیمې او نړۍ حالت څاري.
اروزګان له هغو ولایتونو و چې له تېرو شلو کلونو راهیسې یې ډېری اوسېدونکو د ګڼو نورو اسانتیاوو نه لرلو ترڅنګ مخابراتي خدماتو ته هم لاسرسی نه درلود.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP