کندهار (پژواک، ۲۶ غویی ۱۴۰۲): مسوولین وايي چې پرون په کندهار کې د تېز باد او توپان له امله د دېوال نړېدو پېښه کې دوو ماشومانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د دغه ولایت مطبوعاتي مسؤول حاجي احمدالله عزیزي پژواک خبري اژانس ته وویل: «تېره ورځ د کندهار ښار نهمه ناحیه کې توپاني باد یو دېوال نړولی چې دوه ماشومان تر لاندې شوي دي.»
د هغه په خبره، په دې پېښه کې یوه ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی او بل ټي و چې میروس روغتون ته لېږدول شوی دی.
نوموړي دغه راز وویل، یاد توپان په دغه ولایت د ډېرو کورونو او کروندګرو د برېښنا لمریزې هیندارې هم ماتې کړې او په ځينو سیمو کې یې د برېښنا پایې چپه کړې دي.
د دغه ښار پنځمې ناحیې یو اوسېدونکی بلال وایي، د دوی په سیمه کې پر یوې ښځې سولري هینداره رالوېدلې او مړه شوې ده.
هڅه مو وکړه له میرویس روغتنون څخه د ژوبل شوو کسانو په اړه معلومات ترلاسه کړو خو په دې اړه یې معلومات ورنه کړل.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن