سرپل (پژواک، ۲۷ غویی ۱۴۰۲): د سرپل سیمهییز مسوولین وایي، په دغه ولایت کې د څارویو د پوستکي ناروغۍ (لمپيسکین) ضد واکسین کمپاین پیل شوی او ټاکل شوې چې ۹۰ زره غواګانو ته دغه واکسین تطبیق شي.
د سرپل د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست د حیواني روغتیا امر قاري محمداسحاق قریشي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان (FAO) د دغه ولایت لپاره د لمپيسکین ناروغۍ ضد ۹۰ زره ډوزه واکسینو مرسته کړې ده.
نوموړي زیاته کړه، د سرپل په کچه د لمپيسکین ضد واکسین دوه میاشتني پیل شوي کمپاین کې ۹۰ زره غواګانو ته دغه واکسین تطبیق کېږي او موخه یې د دغې ناروغۍ مخنیوی دی.
هغه زیاته کړه: «د سرپل په څنګلورو ولایتونو کې په غواګانو کې د لمپيسکین ناروغي خپره شوې، خو له نېکهمرغه په سرپل کې تر اوسه دغه ناروغي په غواګانو کې نه ده خپره شوې او دغه واکسین له مخکې نه په غواګانو کې تطبیقېږي او د ناروغۍ مخنیوی پرې کېږي.»
د سرپل د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ ریاست د حیواني روغتیا امر په خبره، لمپيسکین د دانې په ډول د غواګانو په پوستکو کې پیدا کېږي چې ساري بڼه لري او پر غواګانو سربېره نورو څارویو ته هم سرایت کوي.
په ورته مهال، د سرپل مالداران د دغه کمپاین له پیلېدو خوښ دي.
د سرپل د مرکز اړوند د چهارباغ کلي یوه مالدار میرولي وویل: «د حیواني روغتیا له امریت نه مننه کوو مخکې له دې چې زموږ غواګانې پر لمپيسکین ناروغۍ اخته شي، واکسین ورته تطبیقوي.»
د سرپل مرکز اړوند د خارکش کلي یوه مالدار صلاحالدین هم وویل: «نالوستي یو، که د حیواني روغتیا امریت خلکو ته د څارویو د ناروغیو مخنیوي په اړه معلومات ورنکړي او څارویو ته درمل ورنکړي، نو څارویو او انسانانو ته به ډېرې ستونزې پیدا شي، د حیواني روغتیا له امریت څخه مننه کوو.»
Views: 31
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن