Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغانستان د سعودي په یوه ثقافتي سیالۍ کې څلورم مقام خپل کړ

کابل (پژواک، ۲۷ غويی ۱۴۰۲): د سعودي عربستان د مدينې منورې په اسلامي پوهنتون کې د اتیا هېوادونو د زده‌کړیالانو په ثقافتي سیالۍ کې یوه افغان محصل څلورم مقام خپل کړ.

د ياد پوهنتون د محصلانو چارو او د فیسټیوال اجراییوي مشر ډاکټر حسن یحیی اوجي تېره ورځ د  سياليو په پای کې ويلي چې په دغه پوهنتون کې یادې سیالۍ د «زما هېواد دی» تر عنوان لاندې لسمه سیالي ده.

د هغه په وینا، په دغه فیسټیوال کې د هر هېواد کلتور، دودونه او ثقافت نندارې ته وړاندې کېږي.

هغه وايي، په ياد لسم فيسټیوال کې د دغه پوهنتون د اتیا هېوادونو محصلانو ګډون کړی وو.

د ياد پوهنتون د دارالانشا مشر ډاکټر احمد الرفاعي ويلي چې د ياد فیسټیوال ګډونوالو د چای، قهوې او خوړو تر څنګ، شعر، متلونه، محلي جامې او نور کلتوري موارد نندارې ته وړاندې کړل.

سرچینه زياتوي، په يادو سياليو کې يمن لومړی، هند دويم، اندونيزيا درېیم او افغانستان څلورم مقام خپل کړی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.