ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

قلندر عباد: موسسې باید د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو کې صادقانه هڅې وکړي

قلندر عباد: موسسې باید د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو کې صادقانه هڅې وکړي

author avatar
17 May 2023 - 14:18
قلندر عباد: موسسې باید د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو کې صادقانه هڅې وکړي
author avatar
17 May 2023 - 14:18

کابل (پژواک، ۲۷ غویی ۱۴۰۲): د عامې روغتیا وزارت سرپرست په هېواد کې د روغتیايي خدمتونو وړاندې کوونکو موسسو له استازو سره په لیدنه کې له هغوی غوښتي چې د ښو روغتیايي خدماتو وړاندې کولو برخه کې ریښتنې هڅې وکړي.

د عامې روغتیا وزارت نن (چهارشنبه) د یوه ټویټ په خپرولو سره لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد د بهرنیو موسسو له استازو سره په لیدنه کې په روغتونونو کې د درملو اکمالاتو، د قراردادونو غځولو او روغتیايي خدمتونو ښه کولو په تړاو خبرې کړې دي.

د موسسو استازو په دغه کتنه کې خپلې کړنې او د چارو پر وړاندې یې ستونزې له عامې روغتیا وزارت سره شریکې کړې او د دغه وزارت له رهبرۍ  ې د همکارۍ غوښتنه وکړه.

Views: 35

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.