پلعلم (پژواک، ۲۷ غويی ۱۴۰۲): لوګر کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (UNICEF) له لوري د دغه ولایت په ازرې ولسوالۍ کې د څښاک پاکو اوبو شپږ شبکې بیارغول کېږي.
د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغاونې ریاست مطبوعاتي مسوول صبغتالله نایبخېل پژواک خبري اژانس ته وویل، د څښاک پاکو اوبو دغه شبکې د ازرې ولسوالۍ په سلیمخېل، چهارکلا، توریخېل، صادقخېل، جانخېل او زمانخېل کلیو کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق/ UNICEF له لوري د راتلونکو شپږو میاشتو په ترڅ کې د شاوخوا ۸ میلیون افغانیو په مالي لګښت بیارغول کېږي.
نایبخېل زیاته کړه، د څښاک پاکو اوبو د یادو شبکو په بیارغونه کې د اوبو څاهګانو ایستل، د اوبو ذخیرې جوړول، د اوبو پایپونو غځول او د څښاک پاکو اوبو له شبکو تر کورونو د نلونو غځول شامل دي.
دی وایي، د یادو شبکو له بیارغاونې سره به شاوخوا زر کورنۍ د څښاک له پاکو اوبو برخمنې شي.
د ازرې ولسوالۍ اوسېدونکي هم دغې پروژې ته خوښ دي.
د ازرې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي رحمتالله پژواک ته وویل، په دې ولسوالۍ کې د څښاک پاکو اوبو شبکې تر ډېره ویجاړې شوي او د لوګر د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست ته پهکار ده چې د څښاک پاکو اوبو پاتې شبکې هم په پاخه او اساسي ډول بیاورغوي.
نوموړی وایي، اوس مهال د ازرې ولسوالۍ اوسېدونکي د څښاک پاکو اوبو برابرولو برخه کې له سختو ستونزو سره مخ دي.
باید وویل شي چې له دې مخکې هم د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق/UNICEF له لوري د لوګر په مرکز پلعلم، برهکيبرک، خوښۍ او محمداغې ولسوالیو کې د څښاک پاکو اوبو یو شمېر شبکې جوړې کړې چې زرګونه کورنۍ ترې ګټه اخلي.
Views: 25
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن