کابل (پژواک، ۲۷ غویی ۱۴۰۲): د افغانستان کرکټ بورډ وایي، افغان کرکټ ملي لوبډله به په راتلونکې جون میاشت کې بنګلهدېش ته لاړه شي او له دغه هېواد سره به یو ټېسټ، درې یو ورځنۍ او دوه شل اووریزې لوبې وکړي.
کرکټ بورډ نن (چهارشنبه) په خپله فېسبوکپاڼه کې د یاد مطلب په څرګندولو سره ویلي، افغان کرکټ ملي لوبډله د سریلانکا له لوبلړۍ وروسته د راتلونکې جون میاشتې په لسمه (د غبرګولي ۲۰مه) بنګلهدېش ته سفر کوي.
سرچينه زیاتوي، افغانستان به د جون میاشتې په ۱۴مه (د غبرګولي ۲۴مه) له بنګلهدېش سره ټېسټ لوبه وکړي، ورپسې به د جولای میاشتې په پنځمه، اتمه او یوولسمه (د چنګاښ ۱۴مه، ۱۷مه او ۲۰مه) درې یو ورځنۍ نړۍوالې لوبې او د همدې میاشتې په ۱۴مه او ۱۶مه (د چنګاښ ۲۳مه او ۲۵مه) به له یاد هېواد سره دوه شل اووریزې لوبې وکړي.
د یادونې ده، له بنګلهدېش مخکې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د جون میاشتې په دویمه، څلورمه او اوومه له سریلانکا سره درې نړۍوالۍ یو روځنۍ لوبې لري.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP