Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د غزني په زنخان ولسوالۍ کې د خلکو په شخصي لګښت روغتیايي مرکز جوړېږي

غزني ښار (پژواک، ۲۸ غویی ۱۴۰۲ ): د غزني په زنخان ولسوالۍ کې د لومړي ځل لپاره د خلکو په شخصي لګښت د شاوخوا پنځه میلیون افغانیو په ارزښت، د یوه اساسي  روغتیایي مرکز د جوړېدو چارې پیل شوې.

د زنخان یوه قومي مخور حاجي مجید پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه ولسوالۍ کې -چې شاوخوا شپېته کلي لري- دوه ښوونځي او درې واړه کلینیکونه شته چې هغه هم په دې وروستیو کې د مؤسسو له خوا فعال شوي دي.

نوموړی زیاتوي: «په دې ولسوالۍ کې اوس هم هیڅ ډول مخابراتي شبکې شتون نه لري، د پوهنې او روغتیا په برخو کې په دا وروستیو کې داسې کارونه شوي چې خدمتونه یې په نشت حساب دي.»

د هغه په خبره، د ولسوالۍ په کچه د قومي مشرانو د ناستې په پایله کې پرېکړه شوې چې د خپلو ځايي او بهر مېشتو خلکو په مالي ملاتړ یو اساسي روغتیايي مرکز جوړ کړي.

هغه وایي، د سیمې د خلکو د ستونزې هواري په موخه یې شاوخوا پنځه میلیون افغانۍ راټولې کړې دي.

حاجي مجید وایي، جوړېدونکی روغتیایي مرکز به ۱۵ کاري خونې، دوه تشنابونه او د احاطې دېوال ولري چې شاوخوا ۵ میلیون افغانۍ لګښت پرې راځي او د نهو میاشتو په موده کې به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

نوموړی زیاتوي چې د دغه روغتیایي مرکز په جوړېدو سره به د سیمې د خلکو روغتیایي ستونزې کمې او په خپله سیمه کې به ورته د درملنې اسانتیا برابره شي.

په ورته وخت کې، د غزني د عامې روغتیا ریاست د ساري ناروغیو عمومي مدیر ډاکټر محمدنسیم ابرار پژواک خبري اژانس ته وویل، اوس حکومت په توان کې څه نه لري خو هڅه یې دا ده چې د دغه ولایت په ښارونو، کلیو او بانډو کې ټول خلک روغتیایي خدمتونو ته پوره لاسرسی ومومي.

هغه وايي، پر یاد روغتیايي مرکز څه باندې پنځه میلیون افغانۍ لګښت راځي چې د ځايي خلکو له لوري ورکول کېږي.

ابرار زیاته کړه، د عامي روغتیا ریاست به د دغه روغتون تخنیکي چارې مخې ته وړي او له جوړېدو وروسته به هڅه وکړي څو له مجرب پرسونل او شته امکاناتو په استفادې خلکو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.