ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مسوولین: بلخ کې دوه انسان تښتوونکي وژل شوي

مسوولین: بلخ کې دوه انسان تښتوونکي وژل شوي

author avatar
18 May 2023 - 23:40
مسوولین: بلخ کې دوه انسان تښتوونکي وژل شوي
author avatar
18 May 2023 - 23:40

مزارشریف (پژواک، ۲۸ غویي، ۱۴۰۲): د بلخ سیمه‌ییز چارواکي وایي، چې د دغه ولایت د مرکز مزارشریف ښار لومړۍ ناحیه کې یې دوه انسان تښتوونکي وژلي دي.

د بلخ ولایت مقام ویاند عطاء الله زید د غویي په ۲۸مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې انسان تښتوونکي د لومړۍ حوزې په یوه کور کې ځای پر ځای شوي وو، چې د استخباراتو ځانګړو ځواکونو لخوا پرې عملیات وشول.

هغه زیاته کړه، چې د دغو عملیاتو په پایله کې دوه انسان تښتوونکي وژل شوي او ترې یو ټوپک، یوه تفنګچه، یوه چانټه او نور نظامي توکي ترلاسه شوي دي.

نوموړي په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

د یادونې وړ ده چې درې ورځې مخکې کابل هم د یوې نښتې پر مهال درې تنه انسان تښتوونکي وژل شوي وو.

 

Views: 49

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.