ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

میدان وردګو کې د شپږو ولایتونو ترمنځ تکواندو سیالۍ پای ته ورسېدې

میدان وردګو کې د شپږو ولایتونو ترمنځ تکواندو سیالۍ پای ته ورسېدې

author avatar
18 May 2023 - 15:42
میدان وردګو کې د شپږو ولایتونو ترمنځ تکواندو سیالۍ پای ته ورسېدې
author avatar
18 May 2023 - 15:42

میدان‌ښار (پژواک، ۲۸ غویی ۱۴۰۲): په میدان وردګو کې د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري نن د پنځو ولایتونو د تکواندو ټیمونو ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ ملي ټيم ته د غوراوي سیالۍ پای ته ورسېدې چې د کوربه ولایت ټیم لومړی مقام خپل کړ.

د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش آمر ذبیح‌الله وهاج پژواک خبري اژانس ته وویل، په دغه دوه ورځنۍ سیالیو کې د غزني، ننګرهار، پروان، کندوز، کابل او میدان وردګ ولایتونو لوبډلو ګډون کړی وو.

هغه زیاته کړه: «له سیالیو مو هدف د ورزش هرې برخې ته وده ورکول او ورزش ته د ځوانانو هڅول وو.»

د زین‌الله په نوم د کابل ولایت یوه ورزشکار وویل، دغه ډول سیالۍ د ځوانانو د هڅونې لپاره ګټه لري او باید ډېرې شي.

د بغلان ولایت د تکواندو لوبډلې یوه غړي عبدالبصیر توکلي وویل، دا ډول سیالۍ د ورزشکارانو د لا پیاوړتیا او پرمختګ لپاره ډېرې مهمې دي.

هغه وویل: «د دغه سیالیو له پای ته رسېدو ورسته به غوره لوبغاړي ملي لوبډلې ته لار پیدا کوي او د هېواد لپاره به ویاړونه راوړي.»

په میدان وردګو کې د تکواندو یادې سیالۍ داسې مهال ترسره کېږي چې تېره اوونۍ په دغه ولایت کې د ووشو سیالۍ هم ترسره شوې.

Views: 49

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.