[restrict paid=”true”]
کابل (پژواک، ۲۹ غویی ۱۴۰۲): د افغانستان د ازادو ژورنالستانو اتحادیه وایي، د کابل امنیه قوماندانۍ د علي لطیفي په نوم یو افغان امریکایی خبریال له یوې شپې توقیف وروسته خوشی کړی دی.
د افغانستان د ازادو ژورنالستانو اتحادیې مشر حجتالله مجددي د خبریالانو په وټساپ ګروپونو کې لیکلي چې لطیفي د اتحادیې په هڅو او د کابل امنیه قوماندانۍ د ویاند خالد ځدراڼ په همکارۍ خوشی شوی دی.
په ټولنیزو شبکو کې یو عکس هم خپور شوی چې پکې لطیفي، مجددي، ځدراڼ او ځیني نور کسان لیدل کېږي چې په یوه خونه کې ناست دي او چای څښي.
تر دې مخکې د امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د غویي په ۲۹مه، د ورځې ناوخته په یوه ټویټ کې لیکلي، تېره شپه د کابل ښار د شپږمې حوزې اړوند سیمه کې د علي لطیفي په نوم یو خبریال د پولیسو له خوا د شپې ناوخته د شک پر بنسټ نیول شوی و.
هغه زیاته کړې، د لومړنیو معلوماتو له مخې، نوموړی کومه خاصه ناروغي لري چې معاینات یې طب عدلیې ته لېږل شوي او د نتایجو په صورت کې به وروستي اجرات وشي.
بلخوا د افغانستان د مخکیني ولسمشر محمداشرف غني ورور حشمت غني په یوه ټویټ کې ویلي چې د کابل پولیسو علي لطیفي یې دده له کوره د وتلو پر مهال نیولی دی.
حشمت غني په ټویټر کې لیکلي: «علي لطیفي طالبانو ته په یوه ویډیو کې ویلي چې تېره شپه یې زما په کور کې شراب څښلي او زه یې په ناحقه د شرابو په څښلو تورن کړی یم. زه د طالبانو له مشرتابه غوښتنه کوم چې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې او یا کوم بل ټیم واستوي چې سمدلاسه زما وینه د دې بېاساسه تورونو لپاره معاینه کړي.»
نوموړي د دغه ټويټ په دوام کې ليکلي چې «ټولې خبريالې ټولنې پوهېږي چې هغه [لطيفي] شراب نه څښي. د طالبانو لوړپوړي مشرتابه راته ډاډ راکړی چې نن شپه به خوشی شي.»
علي لطیفي په خپل ټویټر کې لیکلي چې په کابل کې زېږېدلی، خو بیا نور ژوند یې د امریکا په واشنګټن ښار کې تېر کړی دی، هغه امریکایي تابعیت هم لري او له ګڼ شمېر بهرنیو رسنیو سره کار کوي.
[/restrict]
Views: 120
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن