کندهار (پژواک، ۳۰ غویی ۱۴۰۲): د کندهار ځّایي چارواکي وایي چې د دغه ولایت په اتو ناحیو کې د کوڅو، ویالو او پلچکونو جوړولو یوې پروژې کار پیل شو.
د کندهار ښاروال نعمتالله حسن د دې پروژو چارو د پیل پر مهار وویل چې دغه پروژه له لومړۍ ناحیې پيل شوه چې په لومړي سر کې به ۷۰۰ متره کوڅه او ویالې په پاخه او اساسي شکل جوړه شي.
دی زیاتوي، پر دې پروژه ۱۲ میلیون ۸۳۶ زره افغانۍ لګښت راځي چې د ښاروالۍ له پرمختیايي بودجې ورکول کېږي چې ۵۰ فني او ۱۲۰ غیرفني کسان په کې په کار بوخت دي.
هغه زیاته کړه: «دغه کارونه په هغو پيسو ترسره کېږي چې خلکو په مالیاتو کې ښاروالۍ ته ورکړي نو له خلکو غوښتنه کوو چې مالیه پر وخت ورکړي څو موږ دوی ته ښه خدمت وکړو.»
د پروژې یو کارکوونکی ولي محمد وایي: «موږ خوشحاله یو چې دلته د کار زمینه راته برابره شوې خو که چېرې داسې کارونه نور هم زیات شي نو موږ به بیا نه بې کاره کېږو.»
د سیمې یو شمېر اوسېدونکي هم وایي، خوښ دي چې کوڅې او ویالې په پاخه او اساسي ډول ورته رغول کېږي؛ ځکه دا به په ژمي کې د اورښتونو پر مهال خلک له ګڼو ستونزو خلاص کړي.
د لومړۍ ناحیې د وکیلانو استازی کریم بری په دې اړه وايي: «دا پروژې زموږ په خوښه دي او موږ ورڅخه خوشحاله یو، په ژمې کې به دا کوڅې د باران پر مهال اکثره وخت له اوبو ډکېدې او اوبه د خلکو کورونو ته ورتلې خو اوس به دا مشکل حل شي.»
دغه راز د کندهار ښاروالۍ مسوولین وایي، د سږ کال لپاره یې لسګونه لويې او وړې پروژې په پلان کې دي چې ګڼ شمېر کسانو ته به پکې د کار زمینه برابره شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP