پلخمري (پژواک، ۳۰ غویی ۱۴۰۲): د بغلان ولایت برېښنا شرکت مسوولین وايي، د پلخمري دویم بند درېیم توربین هم فعال شو او ورسره به د برېښنا توليد کچه له پنځو اتو ميګاواټو ته لوړه شوه.
د بغلان د برېښنا شرکت ريیس ملا سردارولي حمزه نن د دغه توربین ګټې ته د سپارلو مراسمو کې وويل چې دغه توربين پنځه کاله غيرفعال و.
هغه وايي، د یاد درېيم توربين پر بيا فعالېدو يونيم ميليون افغانۍ لګول شوې او چارې یې د افغان انجينرانو له لوري د اتو مياشتو په موده کې بشپړې شوې دي.
ده وويل، د دغه توربين په فعالېدو سره د پلخمري د دويم بند د برېښنا د توليد کچه له پنځو څخه اتو ميګاواټو ته لوړه شوه.
هغه زياتوي چې یاده اضافي برېښنا ٢٥٠٠ کورنيو ته ورکول شوې ده.
دغه راز د بغلان والي مولوي عبدالرحمن حقاني وویل چې حکومت د هر ډول پراختیايي پروژو ملاتړ کوي او په دې هڅه کې دی څو ټولې نيمګړې پروژې بشپړې کړي.
دغه راز د بغلان برېښنا ریاست د عملیاتي چارو مرستیال ضیاالرحمن انصاري وایي، په دغه ولایت کې اوسمهال ۲۲ میګاواټه برېښنا شته چې ۸ میګاواټه یې له داخلي او پاتې نوره له وارداتي سرچینو تامينېږي.
د برېښنا شرکت مسوولینو د معلوماتو له مخې، په بغلان کې شاوخوا ۵۵ زره کورنۍ برېښنا ته لاسرسی لري چې له دې ډلې څه باندې پنځه زره یې له داخلي برېښنا ګټه اخلي.
Views: 270
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن